ویب ډیسک
د عمان په منځګړیتوب د ایران او امریکا د نامستقیمو خبرو د لومړي پړاو له پایتهرسېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» مسکو ته د سفر لپاره چمتو کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی عراقچي به مسکو ته د سفر پرمهال له روسي چارواکو سره ‘د تهران او واشنګټن د نامستقیمو خبرو’ په اړه بحث وکړي.
عباس عراقچي له امریکا سره د نامستقیمو خبرو د لومړي پړاو پایلې مثبتې بللې وې، خو ویل کېږي چې هغه په دې مذاکراتو کې د مسکو د ښکېلتیا هڅې پیل کړې، او په همدې موخه به راتلونکې اوونۍ مسکو ته سفر وکړي.
په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې سیدعباس عراقچي به مسکو کې له روسي چارواکو سره د امریکا او ایران د نامستقیمو خبرو په تړاو بحث او د مشورو تبادله ولري.
دا چې روسیه به تر کومې کچې د ایران او امریکا په نامستقیمو خبرو کې راښکېله شي، دا به تر ډېره د عباس عراقچي له سفر وروسته په ډاګه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د قطر له لومړي وزیر، محمد بن عبد الرحمن آل ثاني سره هم ټیلفوني خبرې کړې وې او دواړو لوریو د ایران او امریکا د نامستقیمو خبرو د لومړي پړاو هرکلی کړی و.
د ویلو ده چې اوسمهال ایران، روسیه او امریکا هغه مثلث ته ورته دي چې په نړیواله کچه د خپلو ستونزو د حل او نورو هېوادونو د سیاسي وضعیت پر برخلیک له یو بل سره غږېږي. د ایران، روسیې او امریکا د مذاکراتو او سیاسي ښکېلتیا دا بڼه په امریکا کې د «ډونالډ ټرمپ» ادارې له بیاځلي واکمنېدو وروسته غوړېدلي ښکاري.


