یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه کابل کې د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه

په کابل کې د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه

ويب ډيسک

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې څه وخت مخکې د انسان تښتوونکو یوې ډلې حاجي انور نومی تښتولی و، چې د پولیسو ځانګړو امنیتي ځواکونو پر مټ خوش او دا ډله ونیول شوه.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ انسان تښتونکو د نوموړي د خوشې کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ څخه د یو میلیون امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو د کابل ولایت د جنایي جرمونو د څېړنو ریاست پر مرسته ځانګړو ځواکونو د دې ډلې حرفوي غړي د کابل له بېلابېلو سیمو څخه ونیول او حاجي انور خپلې کورنۍ ته روغ رمټ وسپارل شو.

ویل کیږي، چې د دې ډلې غړو په ګڼ‌شمېر نورو انسان تښتونو کې هم لاس درلود.

 

# #Kabul #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه