دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران غواړي چې له امریکا سره خبرو کې روسیه هم ښکیل کړي

ایران غواړي چې له امریکا سره خبرو کې روسیه هم ښکیل کړي

ویب ډیسک

د عمان په منځګړیتوب د ایران او امریکا د نامستقیمو خبرو د لومړي پړاو له پایته‌رسېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» مسکو ته د سفر لپاره چمتو کېږي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی عراقچي به مسکو ته د سفر پرمهال له روسي چارواکو سره ‘د تهران او واشنګټن د نامستقیمو خبرو’ په اړه بحث وکړي.

 

عباس عراقچي له امریکا سره د نامستقیمو خبرو د لومړي پړاو پایلې مثبتې بللې وې، خو ویل کېږي چې هغه په دې مذاکراتو کې د مسکو د ښکېلتیا هڅې پیل کړې، او په همدې موخه به راتلونکې اوونۍ مسکو ته سفر وکړي.

 

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې سیدعباس عراقچي به مسکو کې له روسي چارواکو سره د امریکا او ایران د نامستقیمو خبرو په تړاو بحث او د مشورو تبادله ولري.

 

دا چې روسیه به تر کومې کچې د ایران او امریکا په نامستقیمو خبرو کې راښکېله شي، دا به تر ډېره د عباس عراقچي له سفر وروسته په ډاګه شي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د قطر له لومړي وزیر، محمد بن عبد الرحمن آل ثاني سره هم ټیلفوني خبرې کړې وې او دواړو لوریو د ایران او امریکا د نامستقیمو خبرو د لومړي پړاو هرکلی کړی و.

 

د ویلو ده چې اوسمهال ایران، روسیه او امریکا هغه مثلث ته ورته دي چې په نړیواله کچه د خپلو ستونزو د حل او نورو هېوادونو د سیاسي وضعیت پر برخلیک له یو بل سره غږېږي. د ایران، روسیې او امریکا د مذاکراتو او سیاسي ښکېلتیا دا بڼه په امریکا کې د «ډونالډ ټرمپ» ادارې له بیاځلي واکمنېدو وروسته غوړېدلي ښکاري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه