ويب ډيسک
د سودان پوځ اعلان وکړ چې له دوه کلن کړکېچ وروسته یې نن جمعه د خرطوم ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل کنټرول کې راوستله.
د سودان پوځ او چټک ملاتړ ځواکونه له تېرو دوو کالو راهیسې په جګړه او کړکېچ کې وو، چې د پوځ له لوري په شا شوي دي.
د سودان پوځ ویاند په یوه بیان کې ویلي، چې د مخالف پوځ ځواک یې له منځه وړی او نظامي مهمات یې هم نیولي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ د سودان پلازمېنه خرطوم او شاوخوا سیمو کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواک ترمنځ د متقابلې بمبارۍ له امله لسګونه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
سودان کې وروسته له هغې کورنۍ جګړې پیل شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو لنډمهالی حکومت جوړ کړ او وروسته یې اختلافات راپورته شول.
د سودان پوځ له لوري د ولسمشرۍ ماڼۍ او مرکزي ادارو د کنټرول ترلاسه کول یو مهم بری بلل کېږي، خو د دغه هېواد برخلیک لا هم ورسره معلوم نه دی.
# #World #Sudan


