ويب ډيسک
په افغانستان کې د اسلامي امارت لخوا «تر امر ثاني» پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ته د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو په دوام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې د نجونو پر زدهکړو بندیز به د افغانستان لپاره «خورا بدې پایلې» ولري.
د یونیسف اجراییوي رییسې «کاترین رسل» ویلي چې دا مهال په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زدهکړو له حق څخه محرومې شوې او په وینا یې که دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، د افغانستان لپاره به بېخي بدې پایلې ولري.
د ملګرو ملتونو دې چارواکې ویلي چې د «طالبانو» لخوا د نجونو پر زدهکړو بندیز نجونې له رواني او فزیکي اړخه ځپلې دي او په کم عمر کې د نجونو د ودولو ګواښ د زیاتېدو په حال کې دی.
کاترین رسل دا هم ویلي چې د نجونو پر زدهکړو بندیز د ملت پر راتلونکې او افغانستان پر روغتیايي او اقتصادي سیستم منفي اغېز کوي، چې په پایله کې به د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله تر راتلونکو کلونو ۱۶۰۰ میندې ژوند وبایلي.
د نجونو پر زدهکړو بندیز ته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو دې ادارې (یونیسف) یو وار بیا پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د افغان نجونو پر مخ تړلي ښوونځي پرانیزي.


