دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد سوډان پوځ اعلان وکړ چې د خرطوم ولسمشرۍ ماڼۍ يي نيولې

د سوډان پوځ اعلان وکړ چې د خرطوم ولسمشرۍ ماڼۍ يي نيولې

ويب ډيسک

د سودان پوځ اعلان وکړ چې له دوه کلن کړکېچ وروسته یې نن جمعه د خرطوم ولسمشرۍ ماڼۍ په خپل کنټرول کې راوستله.

 

د سودان پوځ او چټک ملاتړ ځواکونه له تېرو دوو کالو راهیسې په جګړه او کړکېچ کې وو، چې د پوځ له لوري په شا شوي دي.

 

د سودان پوځ ویاند په یوه بیان کې ویلي، چې د مخالف پوځ ځواک یې له منځه وړی او نظامي مهمات یې هم نیولي دي.

 

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ د سودان پلازمېنه خرطوم او شاوخوا سیمو کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواک ترمنځ د متقابلې بمبارۍ له امله لسګونه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

 

سودان کې وروسته له هغې کورنۍ جګړې پیل شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو لنډمهالی حکومت جوړ کړ او وروسته یې اختلافات راپورته شول.

 

د سودان پوځ له لوري د ولسمشرۍ ماڼۍ او مرکزي ادارو د کنټرول ترلاسه کول یو مهم بری بلل کېږي، خو د دغه هېواد برخلیک لا هم ورسره معلوم نه دی.

# #World #Sudan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه