دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوبو نړیواله ورځ ،افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک د اوبو له کمښت...

اوبو نړیواله ورځ ،افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

ويب ډيسک

د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې اوبو ته د لاسرسي مسله د یوې مهمې ننګونې په توګه معرفي کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې استازو نن (شنبې د حمل ۲مه) ویلي چې په افغانستان کې اوبو ته د لاسرسي ننګونه د خلکو پر روغتیا، د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ودې مستقیمې اغېزې لري.

د دې سازمان په وینا چې په افغانستان کې د څښاک، پخلي، کرنې او د ژوند نورو لومړنیو اړتیاوو لپاره اوبو ته د میلیونونه خلکو لاسرسی ډېری وخت ممکن نه وي.

د ویلو ده چې په تېرو وروستیو کلونو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو کمښت د هیوادوالو ترمنځ یوه جدي ستونزه شوې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۶۷ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی و چې د چټک ښاري کېدو او د اقلیمي بدلون له امله، د کابل تر ځمکې لاندې اوبه ممکن تر ۲۰۳۰ پورې ختمې شي.

د ویلو ده چې افغانستان د نړۍ د هغو لسو هیوادونو په ډله کې هم شپږم حساب شوی چې د اقلیمي بدلون له ګواښ او ناوړه پایلو سره مخ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه