یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد هلمند ولایت په «ګرشک» ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ‍۱۸...

د هلمند ولایت په «ګرشک» ولسوالۍ کې د چاودنې له امله ‍۱۸ کسان ټپيان شوي دي.

ويب ډيسک

 

د یاد ولایت مسوولینو ویلي چې دا چاودنه پرون (جمعه د حمل لومړۍ نېټه) د ګرشک ولسوالۍ په «زاړه بازار» سیمه کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې له امله شوې ده.

 

د مسوولینو په وینا، “دوو وروڼو شخړه کړې، د شخړې پر مهال د یوه ورور زوی لاسي بم غورځولی او ۱۸ کسان پکې ټپيان شوي.”

 

په ورته وخت کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، عبدالباري راشد رسنیو ته ویلي چې تر پېښې وروسته د ۲ ټپيانو روغتیايي حالت نازک، خو ۱۶ نور بیا سرسري ټپیان شوي او روغتیا یې نستباً ښه ده.

 

د راشد په وینا چې دا شخړه د دوو وروڼو ترمنځ د یوې حقوقي موضوع په خاطر رامنځته شوې، او په وینا یې چې په دې تړاو یو کس نیول شوی هم دی او څېړنې ترې پيل شوې دي.

 

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې کورنی تاوتریخوالی او ورته پېښې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه هېوادوالو د مرګ‌ژوبلې لامل شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه