یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبينن د ای‌پي‌اېل ۱۸م پړاو پیلېږي

نن د ای‌پي‌اېل ۱۸م پړاو پیلېږي

ويب ډيسک

د نړۍ په کچه تر ټولو سترې د کرکټ سوداګریزو سیالیو ۱۸م پړاو نن د کلکتې نایټ رایډرز او رایل چلینجرز بنګلور په لوبې پیلېږي.

 

د هند غوره لیګ سیالیو ۱۸م پړاو نن( شنبه، د مارچ ۲۲مه) د یو شمېر افغان لوبغاړو په ګډون د کلکتې نایټ رایډرز او رایل چلینجرز بنګلور په لوبې پیلېږي.

 

د ای‌پي‌اېل پرانیستې لوبه د کلکتې نایټ رایډرز او رایل چلینجرز بنګلور په کلکتې کې د ماښام په ۶:۳۰ بجې ترسره شي.

 

د هند غوره لیګ نن د مارچ په ۲۲مه پیل کیږي او دوه میاشتې به دوام وکړي.

 

نړیوالو رسنۍ څه موده وړاندې لیکلي وو، چې مجيب ځدراڼ د هند په غوره لیګ کې د محمد غضنفر پر ځای له ممبيي انډينز لوبډلې سره تړون وکړ.

 

د افغان لوبډلې بل ورو توپ‌اچونکی «الله‌محمد غضفر» تېر کال هم د کلکتې لوبډلې غړی و، سږکال د «ممبۍ اېنډینز» لوبډلې له لوري په ۴،۸۰ کروړه هندي روپيو وپېرل شو، خو افغان کړکټ بورډ څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې غضنفر ټپي شوی تر څلورو میاشتو نشي لوبېدلی.

 

باید وویل شي چې د ۲۰۲۵ کال ای‌پي‌اېل کې نور احمد لکڼوال له چینای سوپر کېنګز، کریم جنت او راشد خان له ګجرات ټایټنز، عضمت‌الله عمرزی له پنجاب کېنګز، فضل‌الحق فاروقي له راجستان رحمان‌الله ګربز له کلکتې لوبډلې سره لوبېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه