ويب ډيسک
د ملګرو متلونو سرمنشي انتوني ګوتریش وايي، نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب په اندېښمنوونکي ډول زیات شوی دی.
ګوتریش، اسلام څخه د کرکې یا اسلاموفوبیا پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت دا څرګندونې کړې دي.
نوموړي پر خپلې ایکسپاڼې په یوه پيغام کې له نړۍ غوښتي، چې د برابرۍ، بشري حقونو او انساني کرامت د ساتنې لپاره سره ګډ کار او همکاري وکړي.
ورته مهال اسلاموفوبیا سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت د اسټرالیا لومړي وزیر ټینګار کړی، چې هېواد یې د مسلمانانو پر ضد هر ډول کرکې او دښمنۍ سره مبارزه کوي.
له دې وړاندې کاناډا هم له اسلام څخه د کرکې پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه استازې ټاکلې ده.
نړۍ کې هېڅ هېواد په رسمي ډول د اسلاموفوبیا ملاتړ نه کوي، خو فرانسه، امریکا، هند، چین او یو شمېر نور هېوادونه هغه دي، چې د راپورونو له مخې د مسلمانانو پر وړاندې تعصبونه تقویه کوي.


