دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ ،امریکا باید د بګرام هوایې اډه نه وای پرېيښې

ټرمپ ،امریکا باید د بګرام هوایې اډه نه وای پرېيښې

ویب ډیسک

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د وتلو څرنګوالي ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې اقدام ته وهڅاوه.

 

هغه ویلي، امریکا باید د بګرام هوایې اډه نه وای پرېيښې ځکه په خبره یې، “دا د چین د اټومي وسلو د جوړولو له ځایه یوازې یو ساعت لېرې پرته ده.”

 

دا امریکا ولسمشر د دغه هېواد په عدلیې وزارت کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ادعا کړې چې “د بګرام اډه اوس چین نیولې ده.”

 

اسلامي امارت له دې مخکې دا ادعاوې رد کړې وې.

 

ټرمپ یوځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو ورځ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ بللې او زیاته کړې یې ده چې امریکايي ځواکونه په عزت او پياوړي وتلی شول.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه