دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍانتوني ګوتریش وايي، نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب په اندېښمنوونکي...

انتوني ګوتریش وايي، نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب په اندېښمنوونکي ډول زیات شوی دی.

ويب ډيسک

د ملګرو متلونو سرمنشي انتوني ګوتریش وايي، نړۍ کې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب په اندېښمنوونکي ډول زیات شوی دی.

ګوتریش، اسلام څخه د کرکې یا اسلاموفوبیا پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي پر خپلې ایکسپاڼې په یوه پيغام کې له نړۍ غوښتي، چې د برابرۍ، بشري حقونو او انساني کرامت د ساتنې لپاره سره ګډ کار او همکاري وکړي.

ورته مهال اسلاموفوبیا سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت د اسټرالیا لومړي وزیر ټینګار کړی، چې هېواد یې د مسلمانانو پر ضد هر ډول کرکې او دښمنۍ سره مبارزه کوي.

له دې وړاندې کاناډا هم له اسلام څخه د کرکې پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه استازې ټاکلې ده.

نړۍ کې هېڅ هېواد په رسمي ډول د اسلاموفوبیا ملاتړ نه کوي، خو فرانسه، امریکا، هند، چین او یو شمېر نور هېوادونه هغه دي، چې د راپورونو له مخې د مسلمانانو پر وړاندې تعصبونه تقویه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه