دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهله ایران او پاکستان د افغان کډوالو او کورنیو د اخراج لړۍ...

له ایران او پاکستان د افغان کډوالو او کورنیو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده

ویب ډیسک

له ایران او پاکستان د افغان کډوالو او کورنیو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.د معلوماتو له مخې، یادو هېوادونو تېره اوونۍ نږدې ۷۰۰ کورنۍ افغانستان ته په جبري او اختیاري ډول ستنې کړې دي.

د ۶۷۴ کورنیو له ډلې ۵۶۴ ایران او ۱۱۰ کورنۍ پاکستان په جبري او اختیاري ډول له اسلام کلا او سپین بولدک لارو افغانستان ته ستنې کړې دي.

د راپورونو له مخې په پاکستان کې د قانوني اقامت لرونکو افغانانو ته د روانې مارچ تر پای مهلت ورکړل شوی، چې له دغه هېواد ووځي که نه له جبري اخراج سره به مخ شي.

ورته مهال د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وړمه ورځ له دوو موسسو سره د داخلي بې ځایه شویو او ستنو شویو کورنیو د مرستې او همکارۍ په موخه د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک کړل.

که څه هم طالبان ادعا کوي، چې له ستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو او د دوی له لوري مالي او د کور وسایلو مرستې کېږي، خو یو شمېر کورنۍ دا مرستې شفافې نه بولي او ادعا کوي، چې مستحقو ته نه ورکول کېږي.

په ایران او پاکستان کې د پولیسو له لوري افغان کډوالو سره پر ناوړه چلند د ملګرو ملتونو د نیوکې ترڅنګ د طالبانو کډوالو وزیر مولوي کبیر هم له دغو هېوادونو غوښتي، چې کډوالو سره په خپل چلند کې نرمي راولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه