دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کوټې په بيلا بیلو ځايونو کې درې زورورې چاودنې شوي

د کوټې په بيلا بیلو ځايونو کې درې زورورې چاودنې شوي

ويب ډيسک

د کوئټې په بيلا بيلو ځايونو کې درې زورورې چاودنې شوي چې يوه پکې د شالکوټ پوليس سټيشن په کراني روډ باندې د اے ټي ايف يو ګاډي ته نزدې شوې چې پکې اووه کسان ژوبل شوي چې پکې يو تن مړ شوی دی.

ټپیان د درملنې لپاره د BMC روغتون ته لیږدول شوي. د پولیسو په وینا، چاودېدونکي توکي د سړک په غاړه ځای پر ځای شوي وو.

د پوليس ترمخه د شهيد شوي اهلکار شناخت سپاهي دلبر خان په نوم شوې دې.

دوهمه پيښه د قمبراني روډ باندي رامخي ته شوي چرته چي نامعلومه کسانو د موبائل په دوکان د لاسي بم حمله کړي ده۔ دپوليسو دڅرګندونو له مخې: په دې بريد کې دسر او مال زيان نه دى اوښتى.

د ایرپورټ روډ په کالي شابو سیمه کې د دریمې چاودنې غږ اوریدل شوی، خو پولیس او د قانون پلي کوونکي ادارې یې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څرګندونې کوي.

پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي او په پلټنو بوخت دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه