دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنوشکي ،ځواکونو پر کاروان د بمي چاودنې له امله پنځه امنیتي سرتیري...

نوشکي ،ځواکونو پر کاروان د بمي چاودنې له امله پنځه امنیتي سرتیري وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي.

ويب ډيسک

د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د بمي چاودنې له امله پنځه امنیتي سرتیري وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي.

د پوليسو په وینا دغه پيښه دکوئټې نه يو نيم سوه کلوميټره لرې په نوشکي کې دکويټې په اين ٤٠ لويې لارې باندې د رخشاني مل سره نزدې شوې ده.

د نوشکي ښار SHO ظفرالله سمالاني وويل، د امنيتي ځواکونو کاروان چې شاوخوا اووه موټرونه پکې شامل وو، له کويټې څخه نوکنډي او تفتان ته روان و، چې بسونه هم پکې شامل وو.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يو بس په بشپړه توګه ويجاړ شوى او په کې سپاره پنځه کارکوونکي وژل شوي او پاتې نور ټپيان دي.

مړي او ټپيان د نوشکي مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر ظفر مینګل اردو نیوز ته وویل، چې روغتون ته یو شمېر ټپیان ور وړل شوي، چې د ډېرو روغتیايي وضعیت نازک دی.

هغه وويل، چې د لومړيو مرستو وروسته، د ايف سي اهلکارو ټپيان بېرته يوړل.

د پولیسو په وینا ټپیان د چورلکو په وسیله کوټې ته لېږدول کېږي.

د ایس ایچ او ظفرمالاني په وینا له چاودنې وروسته د درنو ډزو غږ هم اورېدل شوی دی.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کارول شوى، خو تر اوسه يې نوعیت معلوم نه دى. د هغه په وينا، لومړني شواهد ښيي، چې چاودنه ځانمرګى و، خو دا يوازې د بم په شنډولو سره تاييدېداى شي.

په بلوچستان کې په وروستیو ورځو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

له‌ دې مخکې د کوټې په غربي بای پاس د اې ټي اېف د پولیسو په ګاډي بمي برید کې یو افسر وژل شوی او پنځه نور ژوبل شوي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه