یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان میرمنې هوډمنې دي ترڅو د نړیوالې ټولنې په همکارۍ سره خپلې...

افغان میرمنې هوډمنې دي ترڅو د نړیوالې ټولنې په همکارۍ سره خپلې ټاکلې لارې ته ادامه ورکړي

ویب ډیسک
کابل – د افغانستان د ولسي جرګې ښځینه غړو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) استازو په یوه ګډ ویډیو کنفرانس کې د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان د ښځو فعال حضور او د هېواد په راتلونکې کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ.

آغلې انا لیند، د سویډن بهرنیو چارو وزیرې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان دوره‌ایي رئیسې، په تیرو دوه لسیزو کې د افغان میرمنو لاسته راوړنو او د تعلیم، روغتیا، امنیت او تجارت په برخو کې د ښځو شتون ته په اشارې سره، له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو له وتلو وروسته په هېواد کې د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنو په ساتنه کې، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو لپاره د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان او د سویډن پر ملاتړ ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا جوړ شوې وه، په ویانا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیرې او د پروګرام کوربه، میرمن منيژه باخترى په تیرو دوه لسیزو کې د افغان میرمنو لاسته راوړنې په ګوته کړې او د افغان ښځو حقونو لپاره یې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ښځو نړیوالو سازمانونو او نامتو ميرمنو د ملاتړ څخه په ستاینه سره، د سولې مذاکراتو او له هغې وروسته پړاو کې د میرمنو پر رغنده او معنی داره حضور باندې ټینګار وکړ.

میرمن باختري زیاته کړه چې افغان میرمنې هوډمنې دي ترڅو د نړیوالې ټولنې په همکارۍ سره خپلې ټاکلې لارې ته ادامه ورکړي، د ولسواکه نظام او د خپلو تیرو ٢٠ کلونو لاسته راوړنو څخه د دفاع لپاره، نه ستړي کیدونکې کار وکړي.

وروسته، د ښځو چارو وزارت سرپرستې میرمن حسینه صافی، د ولسي جرګې د ښځو او بشري حقونو کمیټې رییسه میرمن ناهید فرید، د ملي شورا غړو هريو ميرمن شینکۍ کړوخېل، مېرمن ګلالۍ محمدي او د ملي پخلاینې عالي شورا معاونې ميرمن زهره احمدزۍ په ترتیب سره د سولې خبرو او له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو په وتلو سره د افغان میرمنو اندیښنې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استازو ته په ګوته کړې.

نومړو ویناوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ ترڅو د اسلامی جمهوري نظام، د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو، د ولسواکه ارزښتونو او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د ښځو رغنده او اغیزمن ګډون څخه ملاتړ وکړي.

د غونډې په ترڅ کې، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان رئیسې اغلې هلګا اشمید او د دغه سازمان يو شمېر غړو هېوادونو استازو او سفیرانو هم خبرې وکړې او د افغان میرمنو د دوامداره هلو ځلو، مبارزو او د طالبانو دورې نه وروسته پړاو کې د نظام په جوړولو کې د دوی د رول څخه ستاینې وکړه او د هېواد په راتلونکې او د سولې په مذاکراتو کې یې د افغان ښځو د رغنده او معنی لرونکی حضور څخه ملاتړ څرګند کړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه