ويب ډيسک
د راپور له مخې دا مرګ ژوبله د “کوم مېله” په نوم مراسمو کې پېښه شوې ده.
په هند کې د مذهبي جشنونو پرمهال ډېر کله د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مرګ ژوبله پېښېږي او له دې مخکې د کوم مېلې په مراسمو کې هم ورته پېښې شوې دي.
کوم میله چې شپږ اونۍ دوام کوي، د هندوانو په مذهبي کلیز کې له مهمو مراسمو څخه شمېرل کېږي. د دې مراسمو په دوام به نن شاوخوا سل میلیون کسان په ګنګ او جمنا سیندونو کې د سپېڅلي غسل مراسم پرځای کړي.


