دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان مالیه وزارت: د افغانستان اقتصادي وضعیت په عادي حالت کې...

د افغانستان مالیه وزارت: د افغانستان اقتصادي وضعیت په عادي حالت کې دی

ويب ډيسک

د افغانستان مالیې وزارت وايي، چې د بېلابېلو سکتورونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د مالي سوداګرۍ، بهرنیو بشري مرستو، د افغانۍ ارزښت او پر اقتصاد د بهرني سیاست د بدلونونو د اغېزو په اړه د دغه وزارت له اقتصادي ارزونې وروسته؛ دا څرګنده شوه چې د وارداتو او صادراتو بهیر له کومې ستونزې پرته په «ښه» حالت کې و، د بانکدارۍ سکتور باثباته و، ملي عواید په شفاف ډول راټول شوي او د سیسټم مهم لګښتونه پرته له کومې رخصتۍ په عادي توګه تادیه شوي.

دغه وزارت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټېدو پړه په لویه کچه منفي تبلیغات بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په ټولیز ډول د افغانیو د ارزښت د ساتلو ټول کورني اقتصادي عوامل په عادي حالت کې دي.»

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه