ويب ډيسک
تېره اوونۍ ډونالډ ټرمپ د کاناډا له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال په ټوکه کې ویلي، چې که کاناډا پر وارداتو له وړاندیز شوې ۲۵ سلنې تعرفې (ګمرکي مالیات) ډډه وکړي؛ نو بیا دې د یو پنځوسم ایالت په توګه د امریکا برخه شي.
د نیویارک پوسټ د څرګندونو له مخې؛ ۷۸ کلن ټرمپ دا ټوکه په مارالاګو ماڼۍ کې له جسټین ټروډو سره د ماښامنۍ د خوړلو په ناسته کې کړې ده.
د فاکس نیوز په راپور کې راغلي: له ټاکل شوي ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ټروډو له ټرمپ وغوښتل، چې د مالیاتو دا نوې تعرفه دې نهپلي کوي؛ ځکه، چې دا به د کاناډا اقتصاد له منځه یوسي.
له دې غوښتنې وروسته ټرمپ په ټوکه کې ځواب ورکړ: نو هغه مهال به ستاسې هېواد ژوندي پاتې نشي؛ خو که د امریکا ۱۰۰ ملیارد ډالر ضایع کړي؟ هغه بیا په ټوکو کې وویل، چې کاناډا کولی شي د امریکا یوپنځوسم ایالت شي او ټروډو به د دې ایالت د والي په توګه خپله دنده روانه وساتي.
د راپورونو له مخې؛ هغو عیني شاهدانو، چې په دې ماښامنۍ کې ګډون کړی و؛ وروسته یې فاکس نیوز ته ویلي، چې ټروډو او نورو میلمنو پر یوه معنا لرونکې خندا دې څرګندونې ته غبرګون وښود.


