سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکورمه کې امن په ځای شوی، خو غټې لارې هم بندې دي.

کورمه کې امن په ځای شوی، خو غټې لارې هم بندې دي.

ويب ډيسک

په کورمې والسوالۍ کې د پرون راهسې د حکومتي جرګې وروسته په بېلابيلو سيمو کې ډزبندي شوې، چارواکي دعوه کوي د پرون راهسې په سيمه کې امن په ځای شوی، خو غټې لارې هم بندې دي.

انتطامي چارواکي وايي د ځايي خلکو له خوا مورچې خالي شوي او اېف سي ځواک ته سپارل شوي دي.

چارواکي وايي په تېرو دوو ورځو کې د کورمې بېلابيلو سيمو نه مرګ ژوبله نه ده رپوټ شوې او امن په ځای کړی شوی دی.

د کوزې کورمې سدې اوسېدونکی او په جرګو کې برخه اخستونکی حاجي سليم خان وي او اې ډيوه ته ويلي، د جرګې وروسته په سيمه کې امنيت په ځای شوی، او ډزې په مکمله توګه ودرېدلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه