راشد خان په خپل فیس بوک پاڼې نشر کړل شوي پيغام کې ویلي چې د علم زده کړه په هر مسلمان نر او ښځه فرض دی.
هغه زیاته وي په گران هېواد کې د خویندو په مخ د تعلیم او طبي څانګو د تړل کېدو خبرونو خواشینی او مایوس کړی یم.
ټولنیزو رسنیو کې د خویندو او میندو د انځورونو او خپګان لیدل ډېر دردوونکي دي.
هغه زیاته وي لکه څنگه چې د یو هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کیږي، همدا راز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي.
راشد خان وايي هیله لرم چې په دغې پرېکړه بیا کتنه وشي او زموږ خویندو ته د اسلام مقدس دین د اصولو مطابق د زده کړو زمینه برابره شي.


