ويب ډيسک
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې افغانو کډوالو د پخواني صدراعظم عمران خان په پلوۍ لاریونونو کې ګډون درلود.
سفارت په یوه اعلامیه کې وايي چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال په هېڅ ډول سیاسي لوبو کې شریک نه دي او اندېښنه څرګندوي چې ښایي په دې نامه یو ځل بیا پاکستاني پولیس افغان کډوال وځوروي.
په اعلامیه کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه شوې چې د کډوالو پر وړاندې د بې باورۍ داسې فضا رامنځته نه کړي چې د افغانانو د ځورونې، بدنامۍ او جبري بې ځایه کېدو لامل شي.
طالبانو همدارنګه اندېښنه ښودلې چې دا ډول حالت رامنځته کېدل به د دواړو خواو ترمنځ باوري زیاته کړي.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د پخواني صدراعظم عمران خان په پلوۍ لاریونونو کې افغان کډوالو برخه لرله او د پولیسو له لوري د ځینو افغانانو د نیول کېدو خبرونه هم خپاره شوي دي.


