ويب ډيسک
تهران ټایمز راپور ورکړی، چې د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان استازو د چاه بهار بندر له لارې د ترانزیت د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د راپور له مخې د یادو څلور واړو هېوادونو استازو پرون د هند په مومبی ښار کې په خپله درېیمه کاري غونډه کې د ایران د چاه بهار بندر له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې او د مالونو د ترانسپورت او ترانزیت لپاره د اسانتیاو د برابرولو د ستراتېژیو په اړه خبرې کړې دي.
پهدې غونډه دغه راز د چاه بهاربندر مرستیال، د هند د بندرونو او مواصلاتو د وزارت استازو او په هند کې د سرپرست حکومت او د ازبکستان او ایران سفیرانو او ډيپلوماتانو ګډون کړی و.


