ويب ډيسک
امریکایي چارواکي وایي چې په عراق کې په یوه پوځي اډه باندې شوي برید کې یې سرتیري ژوبل شوي دي. تېرې اونۍ کې د حماس او حزب الله د جګړه مارو ډلو د مشرانو تر وژنې وروسته په سیمه کې کړکېچ زیات شوی دی.
امریکایي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ په عراق کې په یوه پوځي اډه باندې د راکټ په برید کې لږ تر لږه پنځه امریکایي سرتیري ژوبل شوي دي.
د عراق دوه امنیتي سرچینې وایي چې په لویدیځ عراق کې په الاسد ایئر بیس باندې دوه کاتیوشا راکټونه ویشتل شوي دي. یوه عراقي امنیتي سرچینه وایي چې راکټونه د بیس دننه لوېدلي دي.
تېرې اونۍ کې د حماس او حزب الله د جګړه مارو ډلو د مشرانو تر وژنې وروسته په منځني ختیځ کې د کړکېچ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، خو لا تر اوسه دا څرګنده نه ده چې په عراق کې دا برید د ایران او د هغې د متحدینو ځوابي اقدام دی که نه.
امریکایي چارواکو رویټرز سره په خبرو کې ویلي دي چې د ژوبلو شویو سرتیرو څخه یو امریکایي سخت ژوبل دی. هغوی وویل چې د ژوبل شویو شمېر د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دی، او کېدای شي په کې بدلون هم راشي.
یوه بل امریکایي چارواکي زیاته کړه، “د پوځي اډې سرتیري د برید وروسته شوې زیانونه ارزیابي کوي.”
تېرې اونۍ امریکا په عراق کې په هغو کسانو باندې برید کړی و، چې امریکایي چارواکي یې ګمان کاوه چې د جګړه مارو ډرون برید لپاره چمتووالی نیسي او هغه د امریکایي او متحد ځواکونو لپاره ګواښ کېدای شي.
په تهران کې د حماس مشر اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته ایران د دې پېښې ځواب ورکولو لپاره خپل عزم تازه کړی دی او په دې تړاو امریکا په سیمه کې امنیت زیاتول پیل کړي دي.
پنټاګون وایي چې هغوی په منځني ختیځ کې اضافي جنګي الوتکې او د سمندري ځواکونو جنګي بېړۍ ځای پر ځای کوي، ځکه چې واشنګټن د ایران او د هغې د متحدینو حماس او حزب الله د ګواښونو وروسته دفاع پیاوړې کول غواړي.
یادونه باید وشي چې امریکا، اسرائیل او نور څو هېوادونه حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.
په عراق کې امریکایي ځواکونه
عراق د امریکا او ایران دواړو متحد دی، چیرې چې د امریکا شاوخوا ۲۵۰۰ سرتیري شتون لري. بلخوا د عراقي امنیتي ځواکونو اړیکې هم د ایران ملاتړ لرونکو ملیشو سره شته.
تېر اکتوبر کې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه پیلېدو وروسته په عراق کې موجودو امریکایي سرتیرو باندې څو ځلې بریدونه شوي، چې امریکا هم ورته ځوابونه ورکړي دي.
د بغداد هیله دا ده چې په عراق کې موجود د امریکا په مشرتابه بهرني ځواکونه د سپټمبر نه وتل پیل کړي او دا به تر سپټمبر ۲۰۲۵ پورې په رسمي توګه بشپړ شي.
عراقي سرچینې وایي چې په دې اړه چې امریکا سره کوم نوی مشورتي بهیر ترسره شوی، له مخې د وتلو وروسته به یوازې ځینې امریکایي سرتیري یوازې د مشورې لپاره پاتې وي.
عراقي وزیر اعظم محمد شیاع السوداني د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن سره خبرې کړي. یوه عراقي چارواکي ویلي چې بلنکن عراقي وزیر اعظم ته ویلي چې په سیمه کې د کړکېچ حالات راکمولو کې مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې عراق دې ایران سره مرسته وکړي چې تهران په دې قانع کړي چې په تهران کې د اسرائیلي برید په اړه خپل غبرګون راکم کړي.
د امریکایي سینټرل کمانډ مشر جنرال مایکل “اریک” کوریلا هم دا مهال په منځني ختیځ کې د سفر په حال کې دی. امریکایي چارواکو څخه یو ویلي چې کوریلا له متحدینو سره خبرې کوي تر څو دا یقیني کړي چې د ایران په وړاندې د برید په صورت کې همغږي موجوده وي.


