بنګله دېش د ولسمشرۍ دفتر څخه د سه شنبې په ورځ جاري شوي بیان له مخې ولسمشر شہاب الدین پارلمان منحل کړی دی.
د کارونو لپاره د کوټې پر ضد د زده کونکو په مشرتابه کې ترسره شویو تاوتریخوالي ډکو احتجاجونو او د سلګونو کسانو د مړینې وروسته د بنګله دېش لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد د دوشنبې په ورځ (پینځم اګست) استعفا ورکړه او هند ته روانه شوه.
شیخ حسینه واجد د استعفا او د هېواد څخه د تیښتې وروسته، زده کونکو د نوبل انعام ګټونکي اقتصاد پوه محمد یونس د نوي عبوري حکومت د مشر په توګه د ټاکلو غوښتنه کړې، چې هغه منظور کړې ده.
له بلې خوا زده کونکو له ولسمشر څخه غوښتنه کړې وه چې د سه شنبې په ورځ تر درې بجو پورې پارلمان منحل کړي.
شیخ حسینه واجد، چې په ځانګړې توګه له هند سره نږدې اړیکې لري، د خپل ۱۵ کلن واک په دوران کې یې له لویدیځ سره په ډېره همکاري ولاړ تعلقات ساتلي خو د هغې د آمریت له امله هغه له نیوکو سره مخ وه.


