دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان کې د ۲۰۲۳کال پرمهال ۱۰۰زره خره زېږېدلې دي

پاکستان کې د ۲۰۲۳کال پرمهال ۱۰۰زره خره زېږېدلې دي

ويب ډيسک

د پاکستان خزانې وزارت وايي چې دغه هېواد کې د ۲۰۲۳کال پرمهال ۱۰۰زره خره زېږېدلې دي.

د پاکستان «نیو» په نوم رسنۍ د راپور له مخې چې د جون پر ۱۱مه یې پر خپله وېب‌‌پاڼه خپور کړی، پاکستان کې په ټولییزه توګه د خرو شمېر ۵ میلیونه او ۹۰۰زره «۵۹ لکه» ته رسېږي.

یادې رسنۍ ویلي چې دغه معلومات د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کال د اقتصادي سروې وړاندې کولو پرمهال کړې دي.

د یادې رسنۍ د راپور پر بنسټ، تېرکال دغه هېواد کې د خرو شمېر ۵ میلیونه او ۸۰۰زرو ته رسېده چې ۲۰۲۲-۲۰۲۱ کې یې شمېر بیا ۵ میلیونه او ۷۰۰زره وو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د تېرو دوو کلونو پرمهال دغه هېواد کې د خرو شمېر ۲۰۰زره زیات شوی دی.

د پاکستان د سِند د بادین ولسوالي په ټنډو غلام علي سیمه کې هر کال د خرو فسټوال جوړېږي چې د مېلو ترڅنګ د خرو پېر او پلور هم په‌کې کېږي.

د ډاون نیوز د راپور له مخې، دغه فسټوال کې د یوه خره بیه له ۲۵زره پاکستانۍ کلدارو پیل تر ۵۰۰زره کلدارو او له هغې پورته هم رسېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه