دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو...

اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو لګیا دي.

ويب ډيسک

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو لګیا دي.

اوچا دغه څرګندونې نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر د ماشومانو له کار سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

دغه سازمان ویلي، د کارګرو ماشومانو اوسنیو شمېرو د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه دوی اندېښمن کړي دي.

اوچا ټینګار کړی چې هر ماشوم د زده‌کړو د فرصت او په خوندي چاپېریال کې د ژوند حق لري.

بل لورته د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیوایف‌پي” تازه ویلي، په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه