ويب ډیسک
په ټولنيز رسنيو کې د خپرو شويو راپورونو له مخې، د خوست ښاروالۍ غوښتل چې په ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په خاطر لاسي کراچۍ پلورونکي د سړک له غاړې وباسي، خو هغوی یې پر وړاندې لاريون کړی، چې وروسته د ا.ا له لوري پرې ډزې شوې دي.
په ټولنيز رسنيو کې خپاره شوي چې په دې ډزو کې درې تنه مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول مستغفر ګربز هم پېښه تاییدوي او وایي، چې د لاریون پرمهال ا.ا د حالت د کنټرول لپاره هوایي ډزې کړې، چې وروسته دوه کسان د هوایي ډزو له امله ټپیان شوي دي.
د ګربز په وینا، اوس مهال وضعیت کنټرول شوی او هغه کسان چې ډزې یې کړې، هغوی هم نیول شوي دي.


