دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملا حسن :اسلام امارت د یو نظام د رسمیت پيژندلو لپاره ټول...

ملا حسن :اسلام امارت د یو نظام د رسمیت پيژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.

ويب ډیسک

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد احسن اخند وايي، «اسلام امارت» د یو نظام د رسمیت پيژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.

هغه نن چهارشنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۲۹) په ارګ کې د «افغانستان اقتصادي ستونزو هواري کنفرانس» کې په ځانګړي ډول پر اسلامي هیوادونو غږ وکړ چې «د افغانستان د اسلامي امارت» په رسمیت پيژندلو کې راوړاندې شي.

ملا محمد حسن اخند وویل:”اسلامي امارت ټول هغه شرایط بشپړه کړي دي چې د یو نظام د مشروعیت لپاره کافي او مهم دي.هیوادنه باید جرئت وکړي او اسلامي امارت په رسمیت وپيژني او په ټول کې له افغانانو سره مرستې وکړي.”

هغه وویل چې ټول باید د افغانستان د رسمیت پيژندلو لپاره یو ګډ ګام واخلي او په خبره یې یوې خواته دي نه ګوري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه