ويب ډیسک
زینب عبداللهی د مرغومې پر ۲۴مه د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند «مهتاب قلعه» څلور لارې کې په داسې حال کې چې له یو واده څخه کور ته پر لار وه د یو طالب سرتیري لخوا په ډزو وژل شوې وه.
طالب چارواکو ویلي چې زینب د طالب سرتیري لخوا په «غلطي» سره په ډوز وژل شوې ده او په خبره یې قاتل یې نیول شوی دی.
تیره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین مولوي محمد محسن هاشمي او د کابل امنیه قوماندان د غم شریکۍ لپاره د نوموړې کور ته ورغلي و.
طالب چارواکو ویلي چې د زینب قاتل نیول شوی او په خبره یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
څو ورځې مخکې یو شمېر ښځو د زینب د وژلو په غبرګون کې مظاهره وکړه او د نوموړي د قاتل د نیول کېدو غوښتنه یې وکړه.


