یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهګورکهه سرتیري

ګورکهه سرتیري

لیک : ډاکټر لطیف یاد

که چا دهند دنیمې وچې او دافغانستان تاریخ اوپه تیره بیا دانګریزانو سره دافغانانو ددرې ګونو جګړو تاریخ لوستلی وي نو ضروربه دګورکهه پوځ دسرتیرو دنوم سره مخامخ شوي وي . اوس به راشو چې دغه ګورکهه سرتیري څوک او په اصل کې یې په کوم هیوادپورې اړه درلودله.

ګهورکهه په اصل کې دنیپال دهیواد دګورکهه دسیمې پورې اړه لري چې خورا جنګیالي ،زړوراو په پوځي تکتیکونو پوه سرتیري دي .

کله چې انګریزانو دختیز هند دکمپنۍ د سوداګریزو مقاصدو په پلمه هندوستان ونیوه نو دخپلو استعماري او پراختیا غوښتونکو مو خو لپاره یې داسې جنګیالي سرتیرو ته اړتیا درلودله چې ددوی په وسیله خپلواکي غوښتونکي ولسونه وټکوي .

انګریزانو په ( ۱۸۱۵) زیږدیز کال کې دګورکهه جنګیالیو پنځه ( ۵۰۰۰) زره تنه په خپل پوځ کې برتهي ( استخدام ) کړل .

دګهورکهه دغوسرتیرو دوه کاله وروسته په (۱۸۱۷) زیږدیز کال دلومړي ځل لپاره دانګریزانو په پلوۍ دپینډاري په جګړه کې برخه واخیستله او په دې توګه یې دهند ډيرشمیر خپلواکي غوښتونکي ووژل.
همداراز دګورکهه پوځونو په (۱۸۲۶) زیږدیز کال کې دبهارتپور په جګړې او همداراز د(۱۸۴۶او ۱۸۴۸) زیږدیزو کلونو ترمینځ دسکهانو او انګریزانو تر مینځ په جګړې کې دانګریزانو په پلوۍ وجنګیدل او ډیر خپلواکي غوښتونکي سکهان یې ووژل.

کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال دهند ټولو ولسونو او پرګنو دانګریزانو پر خلاف عمومي پاڅون پیل کړ نو انګریزي پو ځونو او ګورکهه وو دغه ملی او خپلواکۍ غوښتونکي پاڅون په ډیرې بې رحمۍ سره وټکاوه.
همدغه کورکهه پوځونو دانګریزانو داستعماري مقاصدو دپلي کولو لپاره په افغانستان ، برمااو پښتونخواکې هم وجنګیدل.

په لومړۍ نړیواله جګړه ( ۱۹۱۴-۱۹۱۸) زیږدیزو کلونو تر مینځ په انګریزي پوځ کې دګورکهه سرتیرو شمیر دوه سوه زرویا دوه لکو سرتیرو ته لوړشوی واو دوی په فرانس ، ترکییې ، فلسطین ، عراق ، لاوس ، دسویزپه کانال ،ګالي پولي ، هانګ کانګ ، ملیشیا، بورنیو، قبرس او کوسووو کې دانګریزانو په پلوۍ په ډیرو جګړو کې ونډه واخیسته .

په ۱۹۱۹ زیږدیز کال یعنې دافغان – انګریز په دریمه جګړه کې انګریزانو دپښتنو قبایلي سیمو ته همدا ګورکهه پوځونه واستول او دوی دپښتنو په تیره بیا دوزیرو دمیړني قبیلې دخلکو سره ډیرې جګړې وکړې .
په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کله چې دانګریزۍ شهزاد ګۍ دیانا زوی( پرینس هري) چې داپاچي هیليکوپټر پیلوټ دی هیلمند ته تللی و نو همدغه دګورکهه بوځونو دسرتیرو یوه ډله ورسره وه .

باید وویل شي چې ګورکهه پوځونوپه دواړو نړیوالو جګړو کې دانګریزانو په پلوۍ فعاله ونډه اخیستې وه او په دغو دواړیو نړیوالو جګړو کې ددوی دوژل شووسرتیرو شمیر دري څلویښت زره (۴۳۰۰۰)تنه ښودل شوی دي .

باید زیاته کړم چې دګورکهه پوځونو زیات شمیر سرتیري اوس هم په انګریزي او هندي پوځونو کې شته او انګریزانو ددغه ګورکهه پوځیانو او سرتیرو دښو خدمتونو په ویاړ ددغه هیواد ددفاع وزارت ته څیرمه دګورکهه پوځ دسرتیري یوه مجسمه هم جوړه کړې ده .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه