ويب ډیسک
طالب چارواکي وايي، د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورې ښویدو له امله درې کسان مړه شوي دي.
باختر دولتي خبري آژانس د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي چې دغه واوره ښویدنه د راغستان ولسوالۍ په «پطیر» سیمه کې رامنځته شوېده.
دوی همدارنګه ویلي چې د سیمې اوسېدونکي توانیدلي چې تر واوري لاندې پنځه تنه ژوندي وژغوري.د سیمې اوسیدونکو ویلي چې واوري ښویدو دوته مالي زیانونه هم اړولي دي.
شاوخوا دوې اونۍ مخکې هم په یاده ولسوالۍ کې د واورې ښویدو له امله پنځه تنه مړه شوي و.
د یو بل خبر له مخې په غور ولایت کې د غر ښویدو په پېښه یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه تیره د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
باختر دولتي خبري آژانس ویلي چې ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
دا په داسې حال کيده چې دوې شپې مخکې د غور ولایت بل ګاونډی بادغیس ولایت کې د یوې نسبتاً قوي زلزلې شاهد و.
د مسؤلینو په دغه زلزله کې ۲۶ تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې زلزلې تر ټولو زیاته ویجاړي د دغه ولایت يه قادس ولسوالۍ کې اړولې ده.
طالب چارواکو تیره ورځ وویل چې زلزله ځپلو ته یې د مرستو رسولو هڅې پيل کړي دي. طالبانو په یوې اعلامیې کې له ملي او نړیوالو خیره بنسټونو څخه غوښتي و چې له دوی سره په دغه برخه کې مررسته وکړي.


