دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاروپايي ټولنې د افغانستان سره د روغتیا او معشیت خوندیتوب په برخه...

اروپايي ټولنې د افغانستان سره د روغتیا او معشیت خوندیتوب په برخه کې د ۲۶۸.۳ میلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه..

ويب ډیسک

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د پوهنې، روغتیا او معشیت خوندیتوب په برخه کې د ۲۶۸.۳ میلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه..

اروپايي ټولنې ویلي چې یادې مرستې به په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو خیریه بنسټونو لخوا په یادو برخو کې ولګول شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وان برانډ نن چهارشنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۲۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له ملګرو ملتونو سره د دې ډاډ د تر لاسه کولو لپاره کار کوي چې افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له اوسني کړکېچ سره مقابله کولای شي.

اروپايي ټولنې په یوې اعلامیې کې زیاته کړې چې دوی په دغه سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه