یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي: په افغانستان کې رسنۍ له ستونزو سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي: په افغانستان کې رسنۍ له ستونزو سره مخ دي

ويب ډیسک

کابل، د ۲۰۲۳ کال د می ۳مه – د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګري ملتونه د افغانستان د رسنیو د راتلونکي په اړه جدي اندیښنه څرګندوي، په داسې حال کې چې د واکمنو طالب چارواکو لخوا محدودیتونه زیات او خبریالان اړ شوي چې د ویرې او تهدید په فضا کې کار وکړي.
د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې، د رسنیو ډیر شمير متخصصین له افغانستانه وتلي او دغه سکتور دهیواد اقتصادي بحران ځپلی دی. ډیری رسنۍ تړل شوي، او ښځینه خبریالانې په غیر متناسب ډول د اضافي محدودیتونو له امله اغیزمنې شوي او ان دوی تقریبا د دندې د پرمخ وړلو توان له لاسه ورکړی.
یوناما په تېرو ۱۸ میاشتو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د واکمنو چارواکو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ شمير موارد مستند کړي دي. په خپل سر د خبریالانو نیول، توقیف، ناوړه چلند او تهدیدونه د بیان د ازادۍ د تر پښو لاندې کولو د یوې وسیلې په توګه کارول شوې ده.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وویل، د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ له افغان خبریالانو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره یوه ښه شیبه ده، چې لا هم په هېواد کې د خپلواک راپور ورکولو هڅې کوي.
نوموړې وویل: ” خبریالان اړ ایستل شوي چې مسلکي پریکړې د ویرې پر بنسټ وکړي، نه د عامه ګټو پراساس. دا په خواشینۍ سره د بیان د آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د مخنیوي د پراخه هڅو یوه برخه جوړوي.”
” د خبریالانو دوامداره ګواښل، پرهغوی برید کول او دهغوی تهدیدول د منلو وړنه دي. موږ واکمن طالب چارواکي هڅوو چې د رسنیو د ازادۍ او خپلواکۍ او همدارنګه د ښځینه او نارینه خبریالانو د یوشان خوندیتوب ضمانت وکړي. ”
که څه هم واکمنو چارواکو له خبریالانو سره د اړیکو لپاره د رسنیو د سرغړونو ملي کمیسیون بیا فعال کړی، خو د خپلواکۍ دنشتوالي او لږ اغیزمنتوب مسلو ته يې باید رسيدنه وشي.
د رسنیو لپاره قانوني چوکاټ لاهم ناڅرګند دی او خبریالان مجبوریږي د راپور ورکولو د نامعلوم سرحد په چوکاټ کې خپلو چارو ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې د تړل کیدو او تهدید له خطر سره مخ دي.
افغانستان د بې پولې خبریالانو (RSF) د ۲۰۲۲ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د۱۸۰ هيوادونو په ډله کې په ۱۵۶ نمبر کې وو، چې په ۲۰۲۰ کال کې له خپل ځای څخه ۱۲۲ پوړه کښته تللی.
د افغانستان لپاره د یونسکو مشرې پاتریشیا مک فیلیپس وویل: ” افغانستان له یوه نازک پړاو څخه تیریږي او افغانان د کره، تازه، باوري او وړیا معلوماتو مستحق دي. موږ له واکمنوچارواکو غواړو چې د مطبوعاتو ازادۍ ته درناوی او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د نیول کیدو او ځورول کيدو له ویرې پرته معلومات شریک کړي. ”
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ یو فرصت دی چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې د هغو خبریالانو هوډ او زړورتیا ولمانځل شي چې ددوی شخصي خوندیتوب ته له ور پيښو خطرونو سره سره په خپلواک او بې پرې ډول راپور ورکوي.
سږ کال دا ورځ ” د حقونو راتلونکي ته دلوري ورکول: د بيان ازادي دنورو ټولو بشري حقونو اساس دی” تر عنوان لاندې لمانځل کیږي. د بیان د ازادۍ حق د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۱۹مه ماده کې راغلی، چې د یوې پرمختللې ټولنې او د نورو ټولو بشري حقونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره لومړنی اساسي شرط او محرک دی.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه