ويب ډیسک
نړیوالو چارو کې د ایران د علومو وزیر مرستیال وحید حدادي اصل وایي، د افغان ښځينه محصلینو پر زدهکړو له محدودیت وروسته د ایران ۳ پوهنتونونه (د تهران الزهرا، کوثر بجنورد او د قم حضرت معصومه) پوهنتونونو پرېکړه کړې چې افغان ښځینه محصلین ومني.
د هغه په وینا د تهران الزهرا پوهنتون ۵۰ او د قم حضرت معصومه پوهنتون ۱۳۰۰ افغانې محصلانې چې ۱۰۰۰ تنه به یې په انلاین بڼه وي، مني.
وحید حدادي اصل همداراز زیاتوي چې کوثر بجنورد پوهنتون هم د یوه داسې پوهنتون په توګه چې صرف ښځینه محصلینې مني چمتو دی، څو افغانې نجونې په کې تحصیل وکړي.
د راپورونو له مخې اوسمهال شاوخوا ۴۰ زره افغان محصلین ایران کې په زدهکړو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې ت.البانو افغان ښځې او نجونې د نورو بندیزونو سربېره له تحصیله تر “امر ثاني” پورې راګرځولې دي او ورځ تر بلې پر افغان ښځو محدوديتونه مخ په ډېرېدو دي.
#Afghanistan #Iran


