ويب ډیسک
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وایي، امریکا به په فارس خلیج کې د خپلو ګزمو زیاتولو سره خپل دفاعي دریځ لا پیاوړی کړي ځکه تېره میاشت د ایران لخوا هرمز تنګۍ او ځینو نورو سیمو کې سوداګریزې کښتۍ درول شوي دي.
جان کربي د جمعې په ورځ یوې رسنیزې ناستې ته ویلي، “امریکا به بهرنیو یا سیمهییزو قدرتونو ته اجازه ورنکړي چې د هرمز تنګي په ګډون د منځني ختیځ د اوبو له لارې د تګ راتګ ازادي له خطر سره مخامخ کړي.”
د کربي په وینا د ایران د دې اقداماتو د توجیه لپاره هېڅ څه نشته چې پر سوداګریزو کښتیو برید وکړي.
امریکا وروسته له هغې په فارس خلیج کې د لا زیاتو امنیتي تدابیرو پرېکړه کوي چې دې وروستیو کې د ایران سپاه پاسدارنو دوه نړیوال بیرغ لرونکي سوداګریزې کښتۍ ونیولې.
د معلوماتو له مخې ایران په وروستیو دوو کلونو کې پر ۱۵ نړیوالو سوداګریزو کښتیو برید کړی دی.


