دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل...

په بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي او ١٦ تنه نور ټپيان دي.

ويب ډیسک

په بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه وژل شوي او ١٦ تنه نور ټپيان دي.
د دې ولایت سیمه ییز طالب چارواکي وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول د یوې کورنۍ غړي او یا نږدې خپلوان دي.
د بدخشان سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې خبر ورکوي.
باختر اژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعاليت کوي، ليکلي دي چې په دې پيښه کې اووه تنه وژل شوي او شپاړلس تنه نور ټپيان دي.
دا پېښه د جمعې په ماښام د خاش ولسوالۍ په کوتل کزاره کې هغه مهال رامنځته شوه چې د واده د مراسمو د ګډونوالو موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
دبدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي وويل چې د دغې ترافيکي پيښې په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د دې موټر ټول سپاره د یوې کورنۍ غړي یا نږدې خپلوان دي.

د بدخشان د مرکزي روغتون مسئولينو د دغې پيښې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
په ورته وخت کې په نورستان ولایت کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
دغه پیښه هم د یوه موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوې ده. په نورستان ولايت کې سيمه ييزو طالبانو ويلي دي چې دغه پيښه د سړک د خرابيدو له امله رامنځته شوې ده.
په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو له امله مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د موټر چلولو د اصولو نه مراعت، زیات سرعت، د موټر چلوونکو له خوا د نشه يي توکو کارول او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د دا ډول پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه