سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍسعودي او سوریې۱۲ کلن ځنډ وروسته دواړو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو...

سعودي او سوریې۱۲ کلن ځنډ وروسته دواړو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستو هوکړه کړې ده.

ويب ډیسک

سعودي عربستان او سوریې د ډیپلوماتیکو اړیکو له ۱۲ کلن ځنډ وروسته دواړو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو پر پرانیستو هوکړه کړې ده.

د راپورونو له مخې د سعودي عربستان پاچا د یوې خبرپانې په خپرولو سره په سوریه کې د خپل ډیپلوماټیک ماموریت د بیا پیلولو پرېکړه کړې ده.

عربستان دا پرېکړه دوه ورځې وروسته له هغې کوي چې د امریکا د نیوکو سره سره سوریې یو ځل بیا د عربي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.

د سوریې رسنیو د راپورونو له مخې، د دمشق د بهرنیو چارو وزارت هم په سعودي عربستان کې د ډیپلوماتیک ماموریت د بیا پیلولو پرېکړه اعلان کړې ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو د خلکو د ژورو اړیکو او د دواړو ټولنو د ارادې د تائید لپاره شوې ده.

شنونکي په دې باور دي چې عربي ټولنې ته د سوریې بیا ورګډېدل، په سمبولیک ډول کولای شي په نړیواله کچه د بشارالاسد د بیا غښتلي کېدړ او په احتمالي توګه د هغه د رژیم پر وړاندې د سختو بندیزونو د لرې کولو لپاره لاره هواره کړي.

#SaudiArabia #Syria

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه