دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان یوې محکمې عمران خان د دولتي ډالیو د پلور «توشه...

د پاکستان یوې محکمې عمران خان د دولتي ډالیو د پلور «توشه خانه» قضیه کې دخیل اعلان کړ.

ويب ډیسک

د پاکستان یوې محکمې عمران خان د دولتي ډالیو د پلور «توشه خانه» قضیه کې دخیل اعلان کړ.

پر نوموړي تور ؤ چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له بهرنیو هېوادونو ترلاسه کړې ډالۍ له دولتي زېرمتون «توشه خانه» په ناڅيزه بیه اخېستي او بیا یې آزاد بازار کې په لوړه بیه پلورلې دي.

یاده قضیه کې نوموړی د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون له لوري په ټاکنو کې له برخې اخېستو محروم «نااهل» اعلان شوی، خو نوموړی بېرته د خپلې دفاع لپاره محکمې ته مراجعه کړې وه.

د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر پرون په اسلام اباد کې هغه ونیول شو چې محکمې ته د ضمانت لپاره تللی ؤ.

د یاد هېواد د احتساب ملي ادارې د ۱۴ورځو لپاره د عمران خان د بند کې ساتلو اجازه غوښتې وه چې محکمې یې په اړه خپله پرېکړه ځنډولې ده.

بل خوا په ټول پاکستان کې د خان پلویانو پراخه لاریونو پیل کړي دي. د پنجاب او پېښور ایالتي حکومتونو د وضعیت د کنترول لپاره له پوځ څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده.

#Pakistan #ImranKhan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه