ویب ډیسک
د خوړو او کرنې نړيوال سازمان ګواښ کړی چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د غنمو سږنی فصل د مراکشي ملخانو د برید له ګواښ سره مخ دی.
د دې سازمان د راپور له مخې، د مراکشي ملخانو سیلونه په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپُل او تخار کې لیدل شوي دي.
راپور زیاتوي، مراکشي ملخان پر ۵۰ ډوله غذايي محصلاتو هجوم ور وړي، چې ټول یې په افغانستان کې پيدا کېږي.
د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان غړي ریچارډ ترنچر اندېښنه ښودلې چې دا د افغان بزګرو او ټول ولس لپاره جدي ګواښ دی.
د ریچارډ په وینا، که څه هم سږ کال د تېرو درې کلونو په پرتله د غنمو فصل ښه ؤ، خو اټکل کېږي چې د ملخانو د هجوم له امله به له ۷۰۰ زره نیولې تر ۱.۵ میلیون ټنه غنم له منځه لاړ شي.
هغه زیاته کړې په تېرو څلوېښت کلونو کې ددې ملخانو دوه سېلونه راغلي چې د افغانستان د ټولو غنمو له ۸ تر ۲۵ سلنه یې له منځه وړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي تېره اونۍ په ختیځو ولايتونو کې د سختې ږلۍ له امله د بزګرو فصلونو ته شدید زیان اوښتی دی.
#Afghanistan #FAO


