ويب ډیسک
د ميتا ګروپ مشر او د فېسبوک بنسټ ايښودونکي مارک زاکربرګ د وېنډوز لپاره د واټساپ نوی ورژن اعلان کړ چې کولای شي کاروونکي يې پر مټ ګروپي غږيزې او ويډيويي اړيکې او جلسې جوړې کړي.
د واټساپ کاروونکي اوس کولای شي پر يو مهال ۸ کسانو سره په ويډويي بڼه او ۳۲ کسانو سره په غږيزه بڼه ګروپي اړيکه یا جلسه ونيسي.
وېنډوز کې د واټساپ پخواني ورژن د ګروپي اړيکو وړتيا نه لرله.
په دې کار سره د هغو کسانو لپاره آسانتيا رامنځته شوه چې د خپلو جلسو او ګروپي اړيکو لپاره يې له Zoom، Google Meet او نورو پروګرامونو کار اخيسته.


