دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بلخ په زارع ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته...

د بلخ په زارع ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي.

ويب ډیسک

په بلخ کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وايي، د دغه ولایت په زارع ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله خلکو ته پراخ مالي زیانونه رسېدلي دي.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه سېلابونه د تېرې ورځې مازدیګر راپدېخوا په یاده ولسوالۍ کې را وتلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د خلکو شاوخوا ۳۰۰ کورونه اوبو نړولي چې له امله یې پراخ مالي زیانونه رامنځته شوي دي.

هغه په دغه سېلابونو کې د سر زیان په اړه معلومات ورنکړل، خو ویې ویل چې سیمې ته د زارع ولسوالۍ امنیه قوماندان او نور مرستندویه ټېمونه رسېدلي دي چې بشپړه معلومات به یې وروسته شریک شي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو دغه امنیتي چارواکي همدرانګه وویل چې د سېلابونو له امله ګڼ څاروي تلف شوي او په پراخه کچه زراعتي ځمکه او کښتونه هم تخریب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې تېره ورځ د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل کړی و.

د يادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ په دغه ولايتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، ميدان وردګ، بغلان، غزنى، زابل، باميان، دايکندي، ارزګان او غور ولايتونه شامل دي٠

د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې ويلي چې د ورښت کچه به په بېلا بيلو سيمو کې له ٢٠ څخه تر ٦٠ ملي مترو پوري وي٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه