دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان او پاکستان کې زلزلې تر اوسه پورې لږ تر لږه...

په افغانستان او پاکستان کې زلزلې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي

ويب ډیسک

په افغانستان او پاکستان کې زلزلې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي. دې شديدې زلزلې د سه شنبې په شپه په زرګونو کیلومتره پراخوالي سره ځمکه ولړزوله. خو تلفات د زلزلې شدت په نسبت زیات نه وو.
په امریکا کې د جیو فیزیک سروې مرکز اعلان کړی دی چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د جرم ولسوالۍ ته نږدې د ریشتر په مقیاس د ۶،۵ درجې زلزله رامنځته شوې ده. دغه زلزله د سه شنبې په شپه د سيمې پر وخت د شپې په ۹ بجې او ۳۰ دقیقې رامنځته شوې چې تر ۳۰ ثانیو ډیر یې دوام کړی و. دغه زلزله د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې، د پيښیدو له مرکز څخه تر ۲۰۰۰ کیلومتره لیري واټن کې هم احساس شوې ده.
د پاکستان د بیړنیو پيښو سره د مبارزې څانګې یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه زلزله ډیره شدیده وه او له همدې امله مونږ د حد اکثر زیان رامنځته کیدو ته اندېښمن و، ځکه مو خبرداری ورکړی و.»
دغه ویاند زیاته کړې ده چې د دوی اټکل ناسم وو او د زلزله ځپلي سیمې اوسیدونکي یوازې ویریدلي ول او ډیر لږ زیات اوښتی دی.
هغه سیمې چې زلزله په کې رامنځته شوې ده، په پرله پسې ډول په کې ټکانونه احساسیږي، په ځانګړي توګه د هندوکش غرونو په لړۍ کې چې د زلزلې مرکز ښودل شوی دی.
په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي دي چې د زلزلې له کبله د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه په افغانستان کې چارواکو د ۳ تنو د وژل کیدو او ۴۴ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی. لیري پرتو سیمو ته تلیفوني او انټرنټي اړیکې هم پرې شوي دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دي چې د ټول هیواد په کچه د درملنې طبي مرکزونه د تیارسۍ حالت ته راوستل شوي دي.
د تیر کال په جون میاشت کې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ریشتر پر مقیاس د ۵،۹ درجې زلزله کې تر ۱۰۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او په لسګونو زره نور بې کوره شوي وو.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه