دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد مېوند ملاله او د افغانستان درې سترې جګړې

د مېوند ملاله او د افغانستان درې سترې جګړې

ویب ډیسک

ملالۍ ! بېا دا ايوبې څڼې دې وبونړوه !
په ما کښې بېا هغه ده تېر مېوند جذبه راوله !

زما ملالې پرې د لوئي مېوند غزا ګټلې
ذاهده ! ته د ېا قربان د زوره څه خبر ئې .

ايوبه ! وينه دې سړه شوه
د مېګناټن لښکرې بېا راغلې دينه

د پښتنو د ننګ حماسي تاريخ که ېو اړخ ته د ننګېالو ځوانانو د مړانې نه ډک دې نو بلخوا د پښتنو زنانه هم پدغه مېدان کښې شاته نه دي دغه راز د پښتنو د خاورې تاريخ په ډېرو اوګدو کښې دې او که په تېر دوه سوه کاله کښې نو ډېر څه ېو شان دي که اوسني ناورين ته ګورو نو دا روانه جګړه د پيرنګي نه راواخله تراوسه کله هم مذهبي نه ده بلکې د نړۍ والو د خپلو موخو ترسره کولو لپاره سیاسي ده خو د بده مرغه پښتانه ورته د دوه سوه کاله نه غېر سیاسي دي دا سیاسي جګړې تل په افغانانو د نړۍ د سامراجي زورورو له خؤا د خپلو سیاسي موخو لپاره تپل شوي که افغانان کله هم د سیاست د سائنس سره اشنا شو نو کله به هم نه د دوئې خاوره څوک اشغال کړي او نه به ئې څوک د مذهب په نامه د مرتدد او بې دينه په نامه اووژني ځکه چې د افغانانو ستونزه مذهبي نه سياسي ده .
پښتنو خپل غرور ټول عمر د جنګ په لوبغالي کښې جګ ساتلې خو د مېدان ګټلو نه پس همېش سياسي ګټې نورو له ورکړي ېا عطاء الله خان لالا وائي پښتنو همېش جنګونه ګټلي خو د خبرو د واک ساتلو او سياست مېدان ئې تل بائللې او خپلې خاورې له ئې ګټې ډېرې کمې او زيانونه ډېر روړي .
هر غرور دلته مات شوې خو تش دا غرور پښتانه ساتلې پاللې ماړه کولې او د نړې سره سيال کولې شي ؟ نه چرې هم نه چې ترڅو مونږ د خپلې خاورې ګټې نه وي خپلي کړي د اقتصاد په حقيقت پوهه شوي نه يو د نړۍ والو ېرغل ګرو تلل راتلل مو د سياسي بصيرت او فراست په زور د خپلې جغرافې په ګټه نه وي تمام کړي نو دا ېو جنګ به ختمېږي او بل ته به بډې وهو هوښېار قام هغه وي چې د جنګ عذاب د خپلې خاورې او اولس نه چپه کړي نه چې هره ورځ پردې اشرۍ خپلې خاورې له راوړي .
دا زمونږ قسمت دې چې په وينو کښې مزل کوو
ېو دشمن چې اووهو بېا بل وهو بېا بل وهو

په تاريخي توګه د ېرغل کوونکو په ضد په پښتنه خاوره پېغلو جونو هم ننګونه کړي . د پښتنو په تاريخ کښې د زنانو اتلولي دا جوتوي چې پښتانه په حېث د قام په تاريخي توګه اعتدال خوښي دي څنګه چې ښکاري چې دا ټولنه ېو ،نرواکه ، ګرځول شوې په تاريخي توګه داسې نه وه د پښتنو ټولنه رواېت خوښې پاتي شوې د تېر څه لږ وخت نه چې کم چاپېريال دې او ېا د پښتنو د ټولنې څېره چې په ، تندروه مذهبي لېونتوب ، ورګډه کړې شوې چې زنانه د کور نه بار وتل ،شرم ، او ،پېغور ، ګنړل شوې نو دا تاريخي انځور نه دې ځکه چې د پښتنو په خاوره کښې به زنانو تر نزدې وخت کرونده هم کوله د غر نه به ئې ګېډې هم راوړو او د ننګ په وخت کښې د نارينو سره به د جنګ مېدان ته هم تله ، بي بي الائي ، زرغونه انا ، شابوړۍ بي بي ،غلجۍ ترور ، سيداګۍ ابۍ ، باجوړۍ ترور ، ملاله ، او ېو شمېر نوموړې اتلۍ ددې خبرې څرګندونه ده چې پښتانه بشر دوست اعتدال خوښي او د عصر د غوښتنو سره تلونکې خلک دې خو نن سبا نه.

پيرنګېانو چې کله د نورلسمې پېړۍ په نيمائي کښې هندوستان اونيولو نو د پښتنو خاورې د ښکېل کولو لپاره ئې هم نېغ په نېغه زور شروع کړو چې مقصد ئې ېو د هندوستان په خاوره د پښتنو د اړخ نه ځانته وېره کمول وو دؤېم د روس مخې ته ئې ېو بند اچولو خو د پښتنو خاوره نيول ورته ډېر ګران پرېوتل ځکه دلته راتلل آسان خو تلل تې بې تاوانه ګران وي د ټول هندوستان په جنګونو کښې ترهغه وخته پورې څه،اووه شپېته ، مړي تې شوي وو خو د پښتنو سره په ېو جنګ کښې د مېګناټن د څورلس زره پورې لښکر ئې ټول نابود شوې وو .
د پيرنګي د پښتنو په لور د واک هڅې د نورلسمې پیړې د ړومبې لسيزې نه پېل کېږي چې کله ئې پېښور ته د شاه شجاع دربار ته په ۱۸۰۹ د فرورې کښې ،اسټوارټ الفنسټن ، رولېږو .
څه وخت پس شاه شجاع درانې چې د ستر احمد شاه بابا نمسې وو خو ېو قام خرڅې سړې وو دوست محمد خان بارکزۍ سره په واک وران شو دوست محمد خان برېالې شو څه وخت پس سېکهانو پېښور اونيولو په ۱۸۳۷ کښې د امير دوست محمد د لښکر او رنجيت سنګه د لښکر ترمېنځ په جمرود کښې لوئي جنګ اوشو سېکهانو ته ډېره مرګ ژوبله واوښته د سيکهانو جرنېل هري سنګه نلوه پښتنو اووژلو پدغه جنګ کښې د سوات اخوند مولانا عبد الغفور هم د خپل لښکر سره د امير دوست محمد په مرسته جنګېدو خو بېا هم دوست محمد خان برېالې نشو چې پېښور واپس اونيسي .
په ۱۹۳۸ کښې شاه شجاع د پيرنګېانو په وېنا د رنجيت سنګه سره ېو تړون اوکړو د پښتنو د ډېرو سیمو نه د څو ،شالونو ،او، شولو، په لږ لالچ تېر شو او پيرنګېانو د دغه تړون په اساس د کابل تخت د نيولو ژمنه ورسره اوکړه او د درې وانړو ترمېنځ ېو درې اړخيړ نوې تړون د جون په 26 په اتلسو مادو مشتمل تړون ( tripartite Treaty 1838) اوشو . د کوه نور الماس هم د شاه شجاع نه رنجيت سنګه په لاهور کښې اخيستې وو دغه غمې په تاريخي توګه د پښتنو دې.
ددې معاهدې په بنسټ شاه شجاع د افغانستان بهرنې سیاست په بشپړه توګه انګرېزانو ته تسلیم کړو . افغانستان اجازه نه لرل د بهرنېو هیوادونو سره بیله د انګرېز د اجازي تړونونه لاسلیک کړي .
ټولي هغه سیمي چی د سند د رود پدې غاړه او بله غاړه پرتي دي ،د کشمیر د شرقي ، غربي ، شمال او جنوبي سیمي پوري ، د اټک اړوند سیمي ،پیښور ، ايسپزئي ، کوهات ،د خېبر تر درې پوري ،ټانک ، کرانک ،کاله باغ ، ډېره اسمعیل خان د اړوندو سیمو سره ،ملتان او اړوند سیمي ئې د سدوزئي کورنۍ د مهاراجا رنجیت سنګ په واک کي ورکوي او د سدوزو کورنۍ ټول راتلونکي به پدې سیمو د ملکیت ادعا نه کوي او تر دې وروسته دا ټولي سیمي په مهاراجا رنجیت سنګ پوري اړه لري .

شاه شجاع به هر کال د کابل او قندهار د تنطیم وروسته ۵۰ آسونه ، ۲۵ غاتري ،۱۱ ایرانۍ توري ، ۱۰۱ (پوستینونه)، زرین ټوکران ، ایراني غالۍ او د قندهار قسم قسم میوې د مهاراجا لپاره هندوستان ته لیږي .
مهاراجا رنجیت سنګ به هم هر کال ۵۵ وړین ټوکي یعېا ۲۱ بنارسي ټوکي ،۲۵ توپه ململ ،۵۵ سپیني لنګوټې (دستارونه) شاه شجاع ته ورلیږي .

ددې تړون پس ډېر زر مېنګناټن ،سر الېګزنډر ، او شاه شجاع د پنځوس زره لښکر سره د پنجاپ نه د بولان په لار په دسمبر 1838 کښې راروان شو په مارچ 1839 کښې کوئټې ته راورسېدل او په پنځويشتم اپرېل ،قندهار ، او بېا په کابل ورغلل امير دوست محمد خان ماتې اوخوړه او ، بخارا ، ته لاړو شاه شجاع د کابل په تخت کېناست خو په کال 1842 کښې د امير دوست محمد خان ځوئي ،اکبر خان پښتانه راپاڅول د پيرنګېانو پراکسي ،شاه شجاع ، ئې اووژلو مېګناټن او څورلس زره لښکر ئې ځائې په ځائې په لارو کښې د چيرکي بريدونو او واورو له امله هم اووژل شو.
قاضي عطاء الله خان د پښتنو په تاريخ کښې ليکي چې مېګناټن پدغه مهال په کابل کښې په ېو جرګه کښې اکبر خان پخپله په تمانچه پدې سر ويشتو او اووژل شو.
پدغه جنګ کښې صرف ېو ،ډاکټر برائډن ، جلال آباد ته په اسپه ژوبل رورسېدو او پيرنګېان ئې د لښکر د ،نابود ، کېدو نه خبر کړل ددغه جنګ نه پس پيرنګېانو بېرته زر بل لښکر اولېږلو او ډېر پښتانه ئې اووژل څه وخت پس په 1855 کښې امير دوست محمد خان بېرته د پيرنګېانو سره په مشوره امير کړې شو .

دا جګړه د افغانستان د ړومبي جنګ په نامه په تاريخ کښې ېادېږي هم ددغه وخت نه پيرنګېانو د پښتنو په خاوره د خپل دوام داره واک لپاره خپله لوېه جګړه ، ګرېټ ګېم ، تر ډېر وخته ژوندۍ اوساتو چې روستو دغه لوبه د شوري اتحاد په ضد د امریکا په مشرۍ کښې په ،سوړ جنګ بدل شوه په کال 1849 کښې پيرنګېانو د سيکهانو نه پېښور اونيولو او داسې پيرنګېان نېغ په نېغه د پښتنو په خاوره کېناستل .

د امير دوست محمد خان شل ځامن وو دوه تکړه ځامن غلام حېدر خان او اکبر خان د هغه په ژوند کښې په 1847 او 1857 کښې مړه شو په پاتي ځامنو کښې افضل خان او اعظم خان د ېو مور نه وو او امير شېر علي خان د بلې مور نه .
په کال 1863 کښې د امير دوست محمد خان د مرګ نه پس شېر علي خان په تخت کېناست خو افضل او اعظم خان ورسره خلاف وو د رونړو د ېرې امير شېر علي خان د پيرنګېانو سره اړيکه جوړه کړه او دې د افغانستان امير اومنو او ځوئي محمد خان ئې ورله د ،ځائې ناستي ،ولي عهد ،په توګه اومنو د امير شېر علي خان د اعظم خان سره ډېرې انښتې هم وخت په وخت کېدې تر دې چې په کال 1867 کښې کابل هم ترې اونيؤو پيرنګېانو هم اعظم خان اومنلو خو ډېر زر تې شېر علي خان د هرات د لوري کابل بېرته واغيست اعظم خان هند او بېا ايران ته لاړ او په نيشابور کښې څه وخت پس مړ شو.
امير شېر علي خان په کال 1869 کښې د ټول افغانستان ېواځېنې واکمن شو .
پدغه وخت کښې د روس له اړخه وخت په وخت د ، جېحون آمو سيند ،نه دېخوا د افغانستان په لور خپلې پولې راغزولو هڅې کولې چې دې خبرې پيرنګېان په ېره کښې اچولي وو .
د روس په ضد د امير شېر علي خان او د ، ګورنر جنرل لارډ مېو ،ترمېنځ په کال 1876 کښې په ، امباله ، کښې کتنه اوشوه د امير د خواست سره هم پيرنګېانو کم تړون ته غاړه کېنښوده ځکه چې پيرنګېانو په ،قندهار ،بلخ ، او ، کابل ، کښې خپل نمائنده ساتل غوښتل خو امير دغې ته نه وو تېار امير د پيرنګي په ضد ځان روس ته نزدې کړو پيرنګېانو ،سر نيول چېمبر لين ، زر د امير خواته د ېو سفارت سره اولېږو خو امير د پيرنګېانو نه کلک ستومانه ووچې په نتيجه کښې څه وخت پس دوېم لوئي جنګ په سپتمبر 1877کښې رامخې ته شو او پيرنګېان ېو ځل بېا په افغانستان وروختل .
په افغانستان د درې اړخه پيرنګي پوځونه ورلل ېو په ،خېبر، بل په کرمه ، او درېم لښکر د بولان په لور . په ،خېبر ،او ،کرمه ، کښې کمه جګړه اونه شوه امير شېر علي د کابل نه ،ترکستان ، ته لاړې د امير ځوئي ،ېعقوب خان ، چې د پلار سره ئې ورانه وه د اتهه کاله نه بندي وو پيرنګېانو خلاص کړو او د افغانستان واکمن ئې اوګمارلو . په مئي 1879 کښې د جلال آباد ، ګندمک ، په ځائې کښې د پيرنګېانو او ېعقوب خان ترمېنځ ېو شرمناک تړون اوشو چې ېعقوب خان د ،خېبر پشين لورالائي نوشکي او کرم ،پورې سيمې پيرنګېانو ته پرېښوې په کابل کښې پيرنګي د ېو اختېار مند،سفير ،ساتل ئې اومنل په 24 د جولائي 1879 کښې ، مېجر سر لوئي کيو ګناري ، کابل ته د سفير په توګه رالې او افغانستان د پيرنګېانو په ولقه کښې پوخ ښکېل شو .
ېوه نيمه مېاشت نه وه تېره چې په کابل کښې د پيرنګېانو د ځائې ناستي او لاس وهنې په ضد پاڅون پېل شو او د پيرنګېانو سفير د خپلو ټولو مرګرو سره اووژل شو.
پيرنګېانو خپل بل لښکر د ،جرنل رابټس ،په مشرۍ کابل ته اولېږو امير ېعقوب خان ئې اونيؤو او په ړومبي ستمبر 1879کښې د شاهي بندي په توګه هند ته بوتلو او خپل باقي ژوند ئې په هند کښې د بندي په توګه تېر کړو .
د پيرنګېانو پدغه وخت کښې هڅه دا وه چې افغانستان ،تجزيه ،کړي او د هند برخه ئې کړي خو په برطانيه کښې د ، لېبر ګوند ،مشرانو ددې خبرې کلک مخالفت څرګند کړو هم پدغه وخت کښې امير عبدالرحمن خان هم هڅې کولې او د امير شېر علي خان بل ځوئي او د ېعقوب خان رور ، غازي ايوب خان ، چې په وطن ېو مئين پښتون وو خپل لښکر راغونډ کړې وو.
هم پدغه وخت کښې هغه تاريخي پېښه مخې ته راله چې د ،مېوند ،په غزا ېادیږي او ملاله پکښې د ډېرو نارينو زنانو پښتنو سره شهیده شوه.
غازي ايوب خان ، د هرات نه د ،قندهار ، د نيولو په هڅه د ېوولس سوه پېدل او اتهه سوه اس سورو او دري دېرش توپونو د لښکر سره راروان شو ځائې په ځائې ورسره نور پښتانه هم ېو کېدل د پيرنګېانو سره د قندهار د ،مېوند ،په سيمه کښې مخامخ شو د غازي ايوب خان لښکر پيرنګېانو ته ماتې ورکړه په جنګ کښې په ېو وخت کښې نژدې وه چې پښتنو ماتې خوړلې وې دغه وخت کښې د پښتنو بيرغچي ټپي شو ، دې حالت پيرنګېانو ته د ېوې سختې حملې فرصت ورکړو. خو په دې حال کښې ېوه پښتنه پېغله ميدان ته راغله چې د نورو زنانو سره ئې لښکر له اوبه او وسله راوړه ځکه چې د اوبو کم ،کاریز ، وو نو هم د پيرنګېانو په ولقه کښې وو د پښتنو د لښکر بېرغ ئې په خپلو سرو منګلو د ځمکۍ نه پور ته کړو دغه پېغله ملاله نورزۍ وه چې عمر ئې نورلس کاله وو کوېژدن ئې شوې وه خو لا ،چنغله ،وه خپل چنغول ،او نورو غازېانو ته ئې پدې ټپه غږ کړواو دا لنډۍ ئې‌ورته اووئېله:

خال به د ېـــــــار د وينو کښېږدم
چي شينکي باغ کښې ګل ګلاب و شرموينه
که په ميوند کښې شهيد نه شوې
خدائېګو لاليه بـــــــې ننګۍ له دې ساتينه

پخپله هم د جنګ مېدان ته اووته جې جنګ بس شو نو ملاله هم په وينو کښې سره مړه پرته وه غازي ايوب خان ئې پوښتنه اوکړه چې دا جينۍ څوک وه ؟ خلکو وائل دا خو د ېو ،شپيونکي ،لور ده او د مېوند د ،کشکي نخود ،اوسېدونکې وه غازي ايوب خان خلکو ته اووئل چې دا جينۍ هم د نورو سرتېرو سره پدې ځائې کښې خخه کړئ.
پدې جګړه کښې څه درې زره پښتانه شهيدان شوي وو ېويشت د پيرنګي جګ پوړي چارواکي او 948 کسان ئې مړه او په زرګونو ژوبل شوی وو .
د افغانستان ، درمسیرتاریخ ،لیکوال د دهغه وخت دېو نومیالي مؤرخ میرزا یعقوب علي خوافي دکتاب په حواله لیکي چې په دغه جګړه کښې څه دولس زره انګریزي پوځ او صاحب منصبانو نه ېوازې 25تنه ژوندي دجګړې د ډګر نه په تیښته بریالي شوي وو .
ددې جنګ نه پس ډېر زر جرنل رابټس د کابل نه قندهار ته خپل بل لښکر بوتلو او د ايوب خان لښکر له ئې ماتې ورکړه څه وخت پس د غازي ايوب خان او امير عبدالرحمن خان د لښکر جنګ اوشو چې امير عبد الرحمن خان پکښې زورور شو غازي ايوب خان ايران او بېا هندوستان ته لاړو په 1914 کښې په لاهور کښې د نړۍ نه سترګې پټې کړې او د خپل وصيت سره سم د پېښور د وزير باغ د ،درانو په، اديره ،کښې خخ کړې شو او اوس ئې دلته څلۍ دې.
پيرنګېانو د تېر وخت نه ايزدکړه کړې وه د امير عبدالرحمن خان سره ئې د ، سر ګريفن ، په مشرۍ کښې خبرې اترې اوکړې او د ېو تړون لاندې خپل پوځونه ويستل او امير عبدالرحمن خان ئې د افغانستان د امير په توګه په څورلسم د مارچ کال 1880 کښې اومنلو او داسې د افغانستان دوېمه جګړه سرته اورسېده درېم جنګ بېا غازي امان الله خان په کال 1919,کښې د افغانستان د بشپړ استقلال ترلاسه کولو په هوډ اوګټلو او د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه .
د مېوند په ننګ وائلې شوې وېناوې.

ته په مېوند کښې ځان شهيد کړه !
زه به سور شال ستا په زيارت اوغوړؤمه

خال به دېار له وينو کيږدم
چې شینکي باغ کښې ګل ګلاب اوشرموينه .

مئینه ځه ! اللہ دې مل شه !
زہ شینکې خال او زلفې تالرہ ساتمه

ټوټې ټوټې په تورو راشې
دبې ننګې آواز دې رامه شه مئينه

ټوټې ټوټې پہ تورو راشئ
چہ پرهرونه دې ګنډم خوله درکومه

جانانه جنګ نہ په شا نه شې
چې دہ همزولو مې رانه شي پېغورونه

چہ تورہ اوباسې ګڈیګه
ماپہ همزولوپورې ډیرخندلي دینه

جنګ خود کلي مېنځ تہ راغلو
نامړدہ پورته شه چې ملا دې اوتړمه

دنتکئۍ لال به پرې خیرات کړم
که مې جانان پہ دغه جنګ کښې شہید شينه

کہ تور اوربل مې میراتیګي
په وطن جنګ دې لالې نہ منع کومه

خاوندہ سلځله ژوندراکړې
چہ دوطن پہ مينه سل ځله مړہ شمه

چې په ننګ اوپه ناموس ترلورہ کم وي
صدقہ شه ناقابل زوېه تر لوره۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه