لیکنه :ر فيع الله پښتون
د جماعت ملا عرب دی
د مکتب غه ډهلي وال دی
يو استاد راله پيدا که
خو پښتون راله پيدا که.
نېلسن منډيلا فرمايلي و چې,”چې د بل په ژبه خبري مغزو ته لويږي او په مورني ژبه خبري د زړه و تل ته لويږي. موږ خپلې ژبې او نشنليزم ته په ساينسي بينادو ګورو لکه چې د بودها مذهب باني فرمايلي و، که ساهنس کومه ورځ زموږ مذهبي تعليمات رد کړو هم هغه ورځ به موږ له هغه تعليماتو ډډه کوو.
د فرانس د انقلاب وروستو سماجی او سياسی نطريات لکه ښی لاس (کيڼ لاس) قدامت پرستي او پروګريسوی نظريات مخ په وړاندې رالو. کله چې ۱۸۷۰ کښې جرمنی په ډېرو رياستونه کښې تقسيم شوه دلته د يورپ په خلګو کښ يو خيال راپورته شووو. چې ورته قام پالنه نوم وکارول شو،او دغه احساس د خپلې ژبې سره بشپړه تړون درلود.
د مورنی ژبې پر افاديت او ايميت چې خبره کېږي نو د بنګال ځوانان قرباني بايد د پامه نه غورځو، د دوي قرباني د ټولې نړی دپاره د مورنۍ ژبو ذريعه و ګرځېدو. چې وروستو ملګرو ملتونو له ننه څخه پوره 24 کاله وړاندې هم په دې ورځ لمانځل پېل کړو، د ملګرو ملتونه بنيادي مقصد دا و چې خپله ژبه د ماشومانو د زدکړې ذريعه وګرځي. او مورني ژبي د ورکېدو څخه وژغوري. پروفېسر بخت زاده دانش وايي
که لږه نرم د جناب ژبه شي حد به وشي
که خپله ژبه د نصاب ژبه شي حد به وشي
نشنلیزم لاطينی ټکی ناسکی چې سپيشيز يا نسل سره ورته ټکی دي، چې قوم پرستي هم ورته وييل کېږي خو لوئ پوهاند او ساهي کمال خان شیرانی وايي چې قوم پرستي د استعمار راکول شوي نوم دی موږ قوم پرست نه بلکه وطن پرسته خلګ يو ، قوم يو ګروه چې پر مشترکاتو راغونډ شوي وي، ښکاره خبره ده چې چيري مشترکات وي الته مفادات ارومرو وي، دې مفاداتو دپاره إلی ځلې د خپلوي يا خپلواکي احساس نوم نشنليزم دي.
د نشنليزم پر تشکيل او تعريف تر وسه د دانشوران متفق نه دی هر مفکر له خپله نظره ورته ګوري. دانشوران يوه خبره کوي چې مختلف خلګ چې د ګروپونو او برادري په شکل کې د يو جذبې دپاره کار وکړي، متحده شي او په خلګو کښې جذبه راپيدا کړي، دې ته د نشنليزم نوم ورکوي. مان ټسکو چې دا عمل د جغرافيې سره تړې ګني. جرمن يو مفکر دغه د زبان تاريخ او کلچر اثر مني. ډېر دانشوران دغه دصنعتی انقلاب او سرمايه داري سره تړې جديد نظريه ثابتولو إلی ځلې کوي.
د نشنلزم په آړ کشي نور کتابونه هم سته ـ خو زه وايم تر ټول مدلل کتاب به د ه جوزف سټالن (قوم او قوميت )وي چې څه محاورا شيان هم پکي شتون لري.يعنى جوزف سټالن د قوم تعريف داسي کوى چى ټوله دنيا تقربيا پر متفق ده .يو قوم ته آغه وخت قوم وېل کيژي ـ چى يوه ژبه ولرى ، ګډ جفرافيه ، ګډ نفسيات ګډ معيشت ولري ـ نوري ډيرى خبرى دى خو مهم خبر دا ده چې ژبه ولري.نشنليزم دپاره ډېر شيان مهم دی خو زما په اند که چېری ژبه د قام پرستي نه لرې کړل شي نو زما نه دی خيال چې ډ قام نور مشترکات به هغسې روغ رمټ پاته شي.
زما په قامي احساس راشريک وروڼو ، د ولس په ذهين کښي مهم سوال دا دی چې موږ خپله ژبه ولي غواړو؟ ملګرو ملتونو دا قانوني پرېکړه کړې ده چې يو قام خپل منزل ته هم هغه وخت رسيدي شي چې نصاب يې په مورنی ژبه کي وي. بدبختانه موږ ټول عمر په پردي ژبو زدکول کښې تېر کړو خو تخليق, علم دانش او کنټکسټ په ژبو کښې ورک شو، نو ځکه علما کرام او او د عصري علومو پی ایچ ډی اولډرز تر وسه د ټولنې په نفسيات نه پوهيږي.
انسانانو تر مينځ ژبه وسيله ده، ژبه د خپل قام د جغرافيې سره تړی غير مادی شکل دی، ژبه ماضی،مستقبل او دوه نسلونه سره تړي. نوم چومسکی وايي,” چې مورنی ژبه يواځي معلومات نه بلکه احساسات هم له يو نسل څخه بل نسل ته منتقل کوي”. دا ورځ لمانځل هم په پښتنو کښې داسي کردار ادا کوي چې د خپلې ژبي قدر احساس او درناوي وشي.
د خپل قام او ژبې سره مينه هيڅ کله دا مطلب نه ورکوي چې د نورو قامونو او ژبو نه دی نفرت وشي، لکه فارس او پنجاب چې د پښتو په ژبه يې تل ملنډې او پسخند وهلي دی. مولانا خانزيب ليکلي,” چې ابراهيم لودي جماعت ته لاړو ملا تقرير کښې وييل چې دا پښتو عجبه ژبه ده او د پښتانه عجبه خلګ دی ، مدر ته مور ،پيدر ته پلار برادر ته ورور وايي، ابراهيم لودي واهي چې ما د ځان سره وخندل ورته ومی وييل چې د خدای بنده موږ هم انسانانو يو زموږ ژبې ته هم د قدر په نظر وګوري”.
د ټولي نړی د ترقي راز په مورنۍ ژبه کښې پټ دی ،جاپان ،جرمني ،چين ،امريکه ،برطانيه او حتا چې د ترډ ورلډ
ملکونه هم په دې راز خبر دی چې د ترقي معيار يواځي په مورني ژبه کښې تعليم دی، چې د ژبي سره سره ستا قامي مشترکات او قامي حافظه هم ژغوري.
جديد استعماري نظام او پاکستاني رياست زموږ د ژبي سره څه څه و نکړل، زموږ ژبه يې پريدی کړه د نصاب څخه يې زموږ ژبه ليري کړه ،په پاکستاني ډرامو او نصابونه کښې دا د قدر وړ ژبه يې بې قدره کړه، چې ژبه پردي شي، روايات پردې را ننوځي،ژبه د بل اثر واخلي، د يو قام د وګړو تر مينځ د تماس يا رابطې ګېپ او ګلف جوړ شي بيا د يو قام وګړې په خپلو خبرو نه سره پوهيږي. شاعر ډېر ښه وئيلي و چې؛
ما نه مي خپل زوي تپوس وکړو چې تال څه ته وايي
ماته معلومه شوه د ژبې زوال څه ته وايي؟
مورګن پېمن وايي ، چې زما اميد دی چې خلګ به يو ورځ په دې پوهي شي چې انګريزي يواځي يوه ژبه ده د ذهانت ناپوهلو پیمانه نه ده”دلته څرګندېږي چې مورګن پردي ژبي د ذهانت په تاله کښي نه اچوي.
په نشنليزم يا قامي مشترکاتو کښې هر څه پر خپل ځاي دی ،لکه ګډ تاريخ،ګډ اتلان ،مذهب،نقسيات،معشي اړيکي ،ګډه جغرافيه او داسي نور مهم څېزونه سته. خو ژبه د قام پالني په لړمون کښې داسي کښېنستلي ده، چې ددې بغير قام پالنه شايد هيڅ تغير و نکړی. د نورو ژبو څخه موږ انکار نه کوو،هر ژبې ته درناوي لرو، د هر ژبې قدر کوو،موږ دا نه وايو چې انګريزي،اردو ،فارسي ،عربي او نوري ژبې مه زدکوي خو خپله ژبه هيڅ کله د لاسه مه ورکوئ
لکه چې شاعر وايي:
د بل ژبه زدکول که لوي کمال دي
خپله ژبه هیرول بې کمالي ده
که موږ وګورو ، پاکستان يو ملټي نيشنل سټيټ دی، په دې فيډريشن کښې مختلف قومونه وسي هر يو د خپلې ژبې دپاره هڅه کوي چې خپله ژبه او قام وژغوري. ولي چې رياست تر وسه په خپله ژبه کښې د تعليم حق نه دی ورکړې، اباسين يوسفزی فرمايي ،”باوجود ددې دومره بنديزونه سندهانو د مارکيټ ژبه سيندهي ده,د نصاب ژبه يې سندهی ده ،عدالت او ميډيا يې هم په خپله مورنی ژبه کښې روان ساتلي دي. خپل شناختي کارډ يې په خپله ژبه کي دي. د ژوند په ژغل کښې چابک او چست لګيا دی. نن د سيندهانو نشنليزم که له نورو محکمو قومو سره پر تله کړو نو دوي ته ډېره خپله ژبه او نشنليزم د رياستي جبر د اثراتو څخه بچ ساتلې دی. زموږ بدبختي ته ګورو، که د يو سړی د لور نوم رڼا وي نو د ددې په شناخت کارډ کښې به نوم رڼا په ن وي چې د پښتو ژبي د لغت سره زياتوب دی . بله بدقسمتي ته ګوره چې څه وخت مخ کښې د پېښور په يو پوهنځی کښي پر پښتو وئيلو بشپړه بنديز ولګېده او پر نوټس بورډ يې په جار ليکلي و چې پښتو ووييل ممنوع دي. حيدر هوتي چې کله د پښتونخوا وزير اعلی و له اول څخه تر دولسمه ټولګی يې پښتو لازمي کړه خو له بده مرغه دغه هم تر وسه عملي نه شوه. اباسين يوسفزي د اقبال محمد اقبال څخه نقل کوي چې زما بچی په سيند کښې له ښونځی څخه وشړل شوه،ما ترې علت وپښتو آغه وييل چې ستا د بچۍ سندهی نه د زده ، که چرته دلته سبق لوستل غواړې نو سندهی دي هم دکه زموږ رنګه زدکړي.
موږ وايو چې ملګرو ملتونه ، مهذب قومونو سره سره اسلام هم د خپلې ژبي پر اهميت او ارزښت رنا اچولې ده. ژبه پوهنه ژبه ساتنه ته ډېر د قدر په نظر کتلې دی. قران يې پاک کښې الله تعالي و خپل اخري نبي ته د آيات په ژبه داسي فرمايلي و، چې دين مو تاسو ته ستاسو په ژبه درليږلې دی چې تاسو په پوه شي. د پېغمبر ص د کتاب ژبه هم د ده قام ژبه وه، د داود عليه سلام ژبه هم خپله مورنی ژبه وه او پر نورو پيغمبرانو نازل شوې الهامي کتابونه هم د دوي د قام په ژبه کښې و. ځکه موږ وايو چې هر مذهب ،هر قوم، د هر ديار خلګ د قام سره سره د خپلې ژبې هم قدر کوي. دا دوه يو د بل لازم او ملزوم ګني. د قام په تعريف کښې د ژبي کردار ثانوي نه بلکه تر ټولو اولين ګني. په انګرېزي کښې ورته وايي،
Nation and language are insparabla from one another.
يعني ژبه او قام سره بېلدلاي نشي.
د بېلګي په توګه که موږ وګورو ، پښتون پښتو وايي،سيندی سيندی وايي، بلوچ بلوچی ،سرايکي سراييکی پنجاب ،پنجابۍ وايي. قوم او ژبه يې تقريبا په يوه نامه ده
ځکه ددې پرتمينی ورځي په مناسبت که موږ دا خبره کوو چې قام د ژبې او ژبه د قام بغير هيڅ نه ده. دا خپله مقاله هم په دې شعر راغونډ کړم چې وايي,
چې خپله ژبه درنه ورکه نشې سپک به نشې
که دا وينا د باچا خان ومنی دا به ښه وي.


