یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine

مورنۍ ژبه

ليکنه: لقمان لايق

په نړۍ کې دا خبره منل شوې ده چې د ژبو تر منځ کله هم جګړې او تنازعات نه شي پيدا کېدای. يوه ژبه د بلې ژبې طاقت وي هغه په ډېر سخاوت او فياضي سره يوې او بلې ژبې ته خپل الفاظ ورکوي لهجې ورکوي او معنويتونه ورکوي.

چرته  چې هم د ژبو تر منځ ستونزې شتون لري  لا خو د هغوی د حکمرانانو د غلطو تګلارو او لاسوهنې لکبله وي یا د رياستونو لکبله وي چې د ژبو تر منځ تفريقات پيدا کوي او د هغوي منځنۍ جګړې ته هوا ورکوي.
موږ چې کله د خپلې مورنۍ ژبې خبره کوو د‌ دې مطلب هيڅ کله هم دا نه دی چې موږ د بلې ژبې ضد يو هغوی هم زموږ د وطن ژبې دي د‌ دې سیمې ژبې دي موږ پښتانه له هغوي سره هم دغومره مينه لرو څومره چې له خپلې ژبې سره لرو.

د‌نن ورځې د لمانځلو دا مقصد نه دی چې موږ له بلې ژبې سره د منفي رويې خبره کوو لا د منفي تبليغاتو پرچار کوو. موږ که څه هم د پردۍ ژبې زده کولو ته کمال ويلی دي خو دا خبره هم په جار کوو چې خپله ژبه نه زده کول بې کمالي ده. لکه يو شاعر وايي

پردۍ ژبې زده کول که لوی کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده

د ژبو په اړه دا خام خيالي هم موجوده ده چې ژبه يواځې د ابلاغ ذريعه‌ ده. د ژبپوهانو له پلوه ژبه يواځې د ابلاغ ذريعه نه ده بلکې ژبه ژوندی شای دی هغه پيدا‌ کيږي، غټيږي او له يوه ځايه بل ځای ته انتقاليږي. مثال په توګه که زه له يو چا سره ناست يم زموږ تر منځ هيڅ قسم مکالمه نه وي بيا هم زموږ تر منځ ژبه په خپل ژوندي شکل کې موجوده وي. ژبه زموږ نن ده ژبه زموږ پرون وه او ژبه زموږ‌ د مستقبل لويه ذريعه ده چې په هغه کې موږ نن او پرون خپل را روان نسل ته پرېږدو.

موږ بايد له خپلې ژبې سره ظلم نه وکړو دا پر موږ د تېرو نسلونو امانت دی او موږ ته  پکار دی هغسې سلامته خپل را روان نسل ته ورسوو.

موږ چې تر څو د خپلې ژبې په اهميت ځان خبر کړی نه وي موږ نه سو کولای چې د خپلې ژبې قدر وکړو ځکه خو په ښوونځيو او اکېډميو کې پر مورنۍ ژبه ويلو باندې لوستونکو ته سزا ور کوي او لا جرمانې ورباندې لګوي تر څو له موږه خپله جنتي ژبه واخلي او پردۍ ژبه را باندي وتپي.

دا وخت په نړۍ کې تقريبا 194 رياستونه دي په هغوی کې لږ و زيات 19 رياسته داسې دي چې د‌هغوی نظامونه پر وفاقيت ولاړ دي له‌ هغوی څخه يو پاکستان هم دی.
د وفاقيت د پاره تر ټولو بنيادي تقاضه دا ده چې په هغه کې به تنوع وي په انګرېزي کې چې diversity ورته ويايي. په وفاقيت کې به خامخا د قام،‌ ژبې، نسل، کلتور او لا د مذهب په حواله اختلاف او بېلوالی موجود وي که چيري وحدانيت وي هلته د يو وفاقي مملکت تصور کول هم ناممکن دی.

دلته هر وخت دا ډنډورا وهل کيږي چې “ہم ایک قوم ہے” دا‌ انتهایی سرسري، رياستي او محدوده بيانيه ده. پاکستان د قامونو مجموعه ده دلته يوه ژبه کله هم قامي ژبه نه سي کېدای البته د‌ هغوی تر منځ د رابطې ژبه يوه لا‌ دوې کېدای سي.

نو موږ بايد دا ومنو چې په پاکستان کې اردو او انګرېزي ژبې زموږ او د نورو قامونو تر منځ رابطې ژبې کېدای سي مګر اردو کله هم زکوږ قامي ژبه نه سي کېدای.

په هندوستان کې 22 قامي ژبې دي. هندي د‌ هغوی قامي ژبه نه بلکه صرف د رياست ژبه ده state language چې ورته ويل کيږي.
که موږ سويزرلېنډ را واخلو 80 سلنه ابادي يې جرمن ده هلته قامي ژبه جرمنۍ نه ده بلکې څلور قامي ژبې دي. سپېن، بیلجیم، کېنېډا، نايجېريا او نور هم داسې وفاقي رياستونه سته چې هغوی يوه نه دوې نه بلکې ډېرې قامي ژبې لري نو موږ هم دا حق لرو او مطالبه کوو چې زموږ قامي ژبه‌ دي زموږ مورنۍ ژبه سي.

څوک چې اوس هم دا يقين لري چې يواځې اردو قامي ژبه ده هغه رياستي بيانيه پر مخ وړي له اردو سره به د يو ژبې تر حده زموږ تعلق او مينه وي ځکه چې هغه هم د يوې مور او زموږ د خطې ژبه ده مګر هغه کله هم زموږ قامي ژبه نه وه نه ده او نه کېدای سي.

موږ په پاکستان کې مېشت پښتانه هم بايد خپله غلطي ومنو چې موږ پر حکومتي سطح باندې کله هم د خپلې ژبې د بقا د پاره سنجيده او پاييداره هڅې نه دي کړي لکه څنګه چې پکار وې. د پاکستاني آئين د ارټيکل 251 مطابق هره صوبه خپله سرکاري ژبه معلومولای سي. له سندهانيو علاوه چې هغه ډېر اسناد او پيژندل کارډ پخپله مورنۍ ژبه کې لري بل چا تر اوسه نه‌ د عملي کړې.

ډېره د خواشينۍ خبره ده چې ډېری پښتانه اوس هم د خوشحال خان خټک، کاظم خان شيدا، حمزه بابا، دروېش دراني له نامه سره ولدتيا نه لري نه هغوی پېژني نه د‌ هغوی شاعري لوستی سي او نه په پښتو ژبه ليک او لوست کوای سي.

موږ ټول بايد له ننه دا‌ څوګند واخلو چې پښتو به لولو پښتو به ليکو او پښتو به پالو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه