لیکنه : میر حسن اتل
د کال ۱۹۵۲ م د فروري پر(۲۱مه) نېټه د نني بنګله دېش چي هغه وخت د پاکستان د هیواد برخه او د ختیځ (مشرقي) پاکستان په نوم یې پېژندګلوي لرله په پلازمېنه ډهاکه کښې د جګننات پوهنتون_ډهاکه او_میډیکل_کالج_ډهاکه د لوستونکو لخوا په دې موخه چي مورنۍ ژبه (بنګله) يې په پاکستان کښې د دویمې قامي ژبې په حیثیت و منل شي د یو ګډ لاریون (جلوس) تابیا وکړه، د لاریون ګډونوالو د بېلابېلو شعارونو له لارې له حکومت وخت څخه دا غوښته کوله چي (بنګله) ژبه چي دا وخت د پاکستان تر ټولو لویه ژبه ده ته دي هم د قامي ژبې حیثیت ور کړل شي، دا لاریون چي کله د ښار تر مختلفو کوڅو را تېر او د ډهاکې د (های کورټ) څنګ ته را و رسېد نو د دې پر ځای چي حکومت یې غوښتنو ته د عقل غوږونه و نیسي یا یې مطالبو ته مثبت ځوابونه و وایي د لاریون پر ګډونوالو د ګولیو د اورولو حکم ور کړ، چي په نتیجه کښې یې یو شمېر لوستونکي په شهادت و رسېدل،
هم د دې سلسلې بله کړۍ بیا هغه وخت پیوند اخلي چي کله د کال ۱۹۹۸ م د جنوري پر ۹ مه نېټه رفیق السلام نومي بنګالي چي د کنېډا شهریت یې درلود د هغه وخت د مللې متحد (United Nation)له مشر سیکټر )کوفي عنان( څخه د یو لیک له لارې دا خواست و کړ چي مللې متحد دي د مورنیو ژبو د ژغورنې او لا پرمختګ لپاره جدي ګامونه واخلي او د نړۍ په ټولو اولسونو کښې دي د دې خبرې شعور را پیدا کړي چي هغه دخپلو مورنیو ژبو په باب لا پروايي نه کړي اختیار او په کال کښې دي یوه ورځ د مورنیو ژبو په نوم د و ټاکل شي، رفیق السلام د دې ورځې لپاره د فرورۍ ۲۱ مې نېټې پېشنهاد هم وکړ او دلیل یې دا وو چي په دې ورځ د نړې د یو قام داسې وګړي چي خپلې مورنۍ ژبې له یې قدر او درناوی غوښت په وینو و لړل شول، د مللې متحد مشر سیکټر کوفي عنان د رفیق السلام دې تجویز ته نه يواځې مثبت ځواب و ویلی بلکې د قراردار نمبر( ۲۶۶\۶۱ ) له لارې یې د ټولو غړيو هیوادونه یوه ناست هم را طلب کړه، دا وو چي د غړیو هیوادونو دې ناستې د فروري ۲۱مه د مورنیو ژبو نړيواله ورځ او وروسته بیا کال (۲۰۰۸ م) هم د مورنیو ژبو د کال په حیث اعلان کړ، هم دا وجه ده له کال ۲۰۰۰م څخه د نړۍ ټول قامونه ۲۱ مه فرورۍ د مورنیو ژبو د ورځې په حیث لماځي او په دې ورځ له خپلو مورنیو ژبو سره د مینې، خپلوۍ او عقیدت څرګندونه کوي .
پښتانه هم په حیث د یو قام نن د نړۍ د نورو قامونه په څېر له خپلې مورنۍ ژبې ګرانې پښتو سره د دې خبرې وعده او د ټینګ عزم اظهار کوي چي حالات دي هر ډول وي، ناورینونه دي ځي راځي، خو پښتانه به له خپلې مور پښتو سره کله هم د مینې، عقیدت او خدمت پړی شلېدو ته نه پریږدي.


