دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد سولې بهیر د پایښت لپاره، ښکیلې غاړې باید د افغانستان تیر...

د سولې بهیر د پایښت لپاره، ښکیلې غاړې باید د افغانستان تیر ته نه بلکې راتلونکي ته وګوري.

ویب ډیسک

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو برخو کې په جوړو شویو ناستو کې اصلي بحث دښځو د حقونو دخوندیتوب پر زیاتیدو، زده کړو ته پر لاس رسی او د سولې په خبرو کې ددوی پر ښکیلتیا وو.

د مارچ په میاشت کې په څه باندې ۳۰ ولایتونو کې سلګونو کسانو په هغو جوړوشویو ناستو کې برخه واخیسته چې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې یوه برخه وه او موخه یې د ښځو حقونو او ددوی مشرتابه ته دپام را اړول وو.
په حقیقت کې دغو پروګرامونو د ښځو لپاره پریولړ مهمو مسلو چې پرټولنه اغیز لري د غږ اوریدو او دبحثونو د پراختیا زمینه برابره کړه.

ملګري ملتونه هر کال په افغانستان کې له زرګونو میرمنو، ځوانانو لږکیو او نورو فعالینو سره کار کوي چې مهمو بهیرونو ته دوی ورشامل کړي. په وروستیو دوو کلونو کې ملګرو ملتونو د سولې په برخه کې د ښځو، ځوانانو او نورو قشرونو د غږ اوریدو ځانګړی ملاتړ کړیدی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د مارچ په میاشت کې امنیت شورا ته وویل: ” د سولې بهیر د پایښت لپاره، ښکیلې غاړې باید د افغانستان تیر ته نه بلکې راتلونکي ته وګوري. د سولې هرډول جوړجاړی باید د ټولو افغانانو نظرونه او اندیښنې په پام کې ونیسي – نه د څو نوم وتو کسانو. د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو د ملاتړ کونکي په توګه، ملګري ملتونه له دغو ټولو خواوو او افغانانو سره د یوې ټول شموله سولې د پراختیا لپاره کار کوي.”

میرمن لاینز چې د یوناما مشره هم ده د هغو ډیرو مدني ټولنو اود بشري حقونو د مدافعینو ستاینه کوي چې په دغه بهیر کې یې د ښځو، ځوانانو او د جګړ دقربانیانو د شاملولو لپاره فوق العاده کار کړیدی.
میرمن لاینز د امنیت شورا ته وویل:” دا د ۲۰ کاله وړاندې افغانستان نه دی! دواړه، هم د سولې بهیر اوهم د سولې هرډول تړون باید د ننیو افغانانو غوښتنو ته انعکاس ورکړي … د افغانستان نیمايي نفوس په ۲۰۰۱ کال کې د بن د تړون له لاسلیک وروسته زیږیدلی دی. دغه نسل په یوه بیل افغانستان کې را لوی شویدی – چیرته چې ځوانان پکې مناسبو زده کړو ته لیوالتیا لري، دویم، چې ښځې پکې اقتصادي او سیاسي ځواک ته لاسرسی لري، دریم، رسنۍ پکې مهم مدني رول ترسره کوي، او څلورم چې مدني ټولنه پکې د ودې او غوړیدو په حال کې ده. دغه افغانان اوس اکثریت جوړوي. دوی ددې مستحق دي چې د مذاکراتو پرمهال یې خبره واوریدل شي – او په افغان ټولنه کې د سولې له تړون وروسته ‌‌ذاتي فعال او اساسي رول ولري.”

په بدخشان، فاریاب، غور، لوګر، نیمروز، ګردیز، پروان، سرپل او زابل کې د راډیويي پروګرامونو، ټولنیزو رسنیو او نورو ناستو ګډونوالو، زده کړو، عدالت، کار د سولې په روانو خبرو اترو او د تصمیم نیونې نورو مهمو بهیرونو ته د لاسرسي په ګډون د ښځو له حقونو ملاتړ ښکاره کړ.

په کندوز کې د ښځو شبکې مشرې او يوې کمپاين کونکې مرضيې رستمي وويل چې ددغه کمپاين هدف له داسې ښځو سره ښکيلتيا ده چې معمولا په کورونو کې بوختې دي اوله بهر نړی سره ډيرې اړيکې نلري.
مرضيې رستمي وويل: ” موږ دافغانستان دسولې د روانو خبرو اترو په اړه ددوی انديښنې، ددوی نظرونه اوددوی وړانديزونه واوريدل. زموږ ټينګ باور دی چې د سولې خبرې اترې او بلاخره وروستی تړون بايد د ټولو افغانانو نظرونه منعکس کړي.“

د سویلي او ختیځو ولایتونو په ناستو کې عدالت ته د لاسرسي او د ښځو لپاره د کاري چاپیریال دښه مصونیت پر مسلو ډیر بحث وشو.
د ننګرهار پر نرګس راډیو میلمنو ګډونوالو د ښځو د کار پرحقونو بحث وکړ چې په باور یې په کار ځایونو کې د ښځو د کار کولو پر وړاندې له پرتو خنډونو، لکه جنسي ځورونې او ویرې سره د مبارزې په موخه له عملي ګامونو سره همغږي ولري.

د بحث یوې ګډونوالې او د پوهنتون محصلې زیبا وویل: ” موږ داسې پالیسیو ته اړتیا لرو چې کار ځایونه ورسره خوندي او د ښځو لپاره برابر شي. یوازې په دغسې حالت کې به ښځې په عامه ادارو کې کار کولو ته زړه ښه کړي.”

د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې په یوه بلې ناستې کې ګډونوالو د ښځو د پیاوړتیا او عدالت ته د لاس رسي ترمنځ پر اړیکې ټینګار وکړ. دوی وویل هرڅومره چې ښځې پیاوړې شي، د ځورونو د رپوټ ورکولو او د عدالت غوښتنې لیوالتیا او جرات یې زیاتیږي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې شکریې وویل: ” د ښځو لپاره ډیره مهمه ده چې ځواکمنې شي، خپل غږ پورته کړي او د کار په ځای کې د ځورونو او ازار د پیښو رپوټ ورکړي.”

د میدان وردګو په ولایت کې دفهیمې وردګ لپاره زده کړې نه یوازې مهمې دي، بلکې د ښځو د ژوند دبدلون اساس دی. میرمن وردګ پرغږ اف ام راډیو وویل چې زده کړو ته د ښځو دلاسرسی د لومړیتوب لپاره باید یوه قوي ستراتیژي جوړه شي.

له پکتیا څخه ځلا ورته نظر په ډاګه کړ او د زده کړو له برکته یې د ښځو په ژوند کې یوشمیر پرمختګونو ته ګوته ونیوله: ” په تیرو کلونو کې موږ د زده کړو له کبله په سیاست او نورو ډګرونو کې د یولړ مهمو پرمختګونو شاهد یو چې هر چیرته د لیدو وړ دي.”
سږکال د ښځو نړیوالې ورځې چې په کلني ډول د مارچ پراتمه نیټه نمانځل کیږي، د ښځو رهبرۍ ته پر پام کولو تمرکز لاره او د کویډ۱۹ په نړۍ کې یې د برابراتلونکي غوښتنه کوله.

په داسې حال کې چې نړۍ له دغې وبا د خلاصون په لټه کې ده، ښځې د رهبرانو، روغتیاپالو او دټولنې د تنظیمونکو او همغږي کونکو په توګه په لومړۍ کرښه کې ولاړې وې.

په عین حال کې ښځې د کرونا د وبا له کبله په نا مناسب ډول اغیزمنې شویدي او له وړاندې ډیرې موجودې موانع لکه بې وزلي، بیسوادي، بیکاري، نا برابري او کورنۍ تاوتریخوالی زیاتې شویدي.

افغانستان د ښځو د حقونو په تړاو د قوانینو د رامنځته کولو او نورو برخو کې ښه ګامونه پورته کړیدي، خو له دې سره سره په مشخص ډول په لیرې پرتو سیمو کې افغان ښځې لاهم له بې وزلۍ، نا برابرۍ او ناوړه چلند څخه کړیږي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو د ځواکمنتیا او عدالت ته د لاسرسي لپاره د اغیزمنو قانوني او بنسټیزو میکانیزمونو په خواکې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ددرولو لپاره د ټولو خلکو لخوا، په کور، کارځای او ټولنه کې د تاوتریخوالي پرضد د غږ پورته کول او لاس پکار کیدلو ته اړتیا ده.

یوناما د افغان حکومت له هڅو ملاتړ ته ژمنه ده او له مختلفو بنسټونو او فعالینو سره کار کوي چې جنسیتي برابرۍ ته وده ورکړي، نا برابري پای ته ورسوي او د هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې موخه یې د ښځو لپاره د سیمه ییزو فرصتونو پراختیا ده.

په بامیانو، مرکزي سمیو ګردیز، هرات، ننګرها، کندهار او مزارشریف کې د یوناما دسیمه ییزو دفترونو لخوا دغه ناستې د هغه ملي نوښت د یوې برخې په توګه تنظیم شوې وې چې سیمه ییز خلکو د راډیو، تلویزیون او ټولنیزو رسنیو پرمټ په داسې بحثونو کې ورښکیل شي، چې په سیمه ییزو خلکو اغیز لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه