یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان او تاجیکستان جمهوررئیسانو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر...

د افغانستان او تاجیکستان جمهوررئیسانو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر لازیاتې پراختیا ټینګار وکړ

ویب ډیسک
د افغانستان او تاجیکستان جمهوررئیسانو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر لازیاتې پراختیا ټینګار وکړ
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ته نن له غرمې مخکې د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان په ملت قصر کې هرکلی ووایه.

په دغه کتنه کې د تاجیکستان جمهوررئیس، جمهوررئیس غني او مل پلاوي ته خپل دویم کور تاجیکستان ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري او اړیکې چې د ګډې ژبې، فرهنګ او تمدن لرونکي دي، د ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب پر اصل استوارې دي.

جمهوررئیس غني د تاجیکستان جمهوررئیس مېلمستیا څخه د مننې پر مهال وویل، تاجیکستان ته زموږ راتګ تل د اړیکو د پراختیا لپاره د ژمنې تازه کول دي چې زرګونه کلونه مخینه لري او د همکارۍ د پراخ لیدلوري بنسټ ږدي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان او تاجیکستان په بنیادي مواردو کې هیڅ راز اختلاف نه لري او موږ غواړو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحد د همکارۍ، همغږۍ او همدلۍ پر پولې بدله شي.

جمهوررئیس غني همداراز په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ اړیکې د نورو هیوادونو لپاره د همکارۍ، برابرۍ او ګډو ګټو بېلګه وبلله او په دوه اړخیزو، سیمه ییزو او بین المللي بُعدونو کې یې د دواړو هیوادونو اړیکې تشریح کړې.

وروسته جمهوررئیس غني د تاجیکستان پلازمینې دوشنبه کې د دوستۍ میدان ته ولاړ او د اسماعیل ساماني څلي ته یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه