یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان او تاجیکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تفاهم لیکونه...

د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول

ویب ډیسک

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان په حضور کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پنځه تفاهم لیکونه او یادښتونه لاسلیک شول.

د همکاریو دغه تفاهم لیکونه او یادښتونه په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شول.

همداراز د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجیکستان جمهوریت ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه